close
Social Media

د خیبرپښتونخوا په واڼه کې درې تنه وژل شوي او ۲۰ ژوبل دي

اطلاعات روز: پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د سویلي وزیرستان ولسوالۍ په واڼه بازار کې د پولیسو یوه ګاډي ته نژدې چاودنه شوې چې له امله یې د یوه پولیس په ګډون درې تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ژوبل دي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا چاودنه نن (پنجشنبه، ۱۶ د زمري) له لیرې د کنټرولیدونکي ماین په وسیله ترسره شوې.

پاکستاني چارواکي وایي چې په ژوبلو کسانو کې ۱۲ سرسري ژوبل دي او همدا راز په ژوبلو کې هم دوه پولیس او نور ملکي وګړي ښوول شوي دي.

په پاکستان کې په دې وروستیو ورځو کې تاوتریخوالی او وسلوال بریدونه یو ځل بیا زیات شوي دي.

پرون هم د خیبرپښتونخوا په کرک سیمه او پېښور کې د پنځو پاکستاني امنیتي کسانو په شمول اووه تنه په بېلابېلو بریدونو کې ووژل شول.