اطلاعات روز: د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ایم) افغانستان ته د کډوالو د راتلو په تړاو خبرداری ورکړی او دې کړکېچ ته یې د رسیدګۍ لپاره د بېړنۍ بودجې د تأمین غوښتنه کړې.
دې سازمان د پنجشنبې په ورځ (۱۶ د زمري) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان په خپل معاصر تاریخ کې د کډوالو له سترې ډلییزې راستنیدنې سره مخ دی.
د دې سازمان په وینا، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له ایران او پاکستان څخه څلور میلیون کډوال افغانستان ته راغلي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې یوازې د ۲۰۲۵ کال پر مهال ۱.۵ میلیون وګړي افغانستان ته ستانه شوي او تمه ده که پاکستان د پناه غوښتونکو اقامت تمدید نه کړي، یو میلیون نور کسان به هم راستانه شي.
دې سازمان خبرداری ورکړی چې د زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو په موخه پر پولو او په راستنېدونکو سیمو کې اضافي بودجې ته اړتیا لري او له بېړني ملاتړ پرته، شته سیسټمونه د پاشل کېدو له خطر سره مخ دي او په میلیونونو وګړي به زیانمن شي.
د کډوالۍ د نړیوالې ادارې د دفتر رییس محمد عبدیکر چې دا اونۍ افغانستان ته راغلی و، ویلي: «ما له هغو کورنیو سره خبرې وکړې چې له ایران سره پولې ته رارسیدلې وې، هغوی ستړي وو، له ډېرو سره یې ماشومان وو او د تلو ځای یې نه درلود.»
ده ویلي چې «آی او ایم» د سرحدي کنسرسیوم د رهبر په توګه خپلې ټولې هڅې کوي، خو اوس مهال په هرو لسو کسانو کې چې مرستې ته اړتیا لري، یوازې له یوه سره مرسته کولای شي. د ملګرو ملتونو دې چارواکي ویلي: «دا داسې وضعیت دی چې هیڅوک باید ورسره مخ نشي، افغانستان باید هېر نه کړل شي.»
له پاکستان څخه د کډوالو راتګ تر هغه وروسته زیات شول چې پاکستاني چارواکو د بې اسناده کډوالو د ایستلو نېټه وټاکله. هماغه وخت له ایران څخه هم د راستنیدنې ستره څپه پیل شوه.
پاکستان منلې چې د افغان پناه غوښتونکو د اقامت کارتونه نه تمدیدوي، همدې ته په پام تمه داده چې له راتلونکې اونۍ څخه به افغانستان ته د زیاتو کډوالو راتګ پیل شي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان رییس د افغانستان د پولو وضعیت کړکېچن بللی، خو ویلي یې دې چې راستنېدونکي چې په کومو ټولنو کې مېشتېږي، پر هغو له واریدېدونکو فشارونو باید غافل نشو.
ده ویلي: «ډېری سیمې اوس مهال لومړني خدمات او اقتصادي فرصتونه نه لري. له پانګونې پرته به راستنېدونکي د بیا مدغمېدو لپاره له ستونزو سره مخ شي او له امله یې نوره بې ځایه کېدنه پېښېږي. د دې کرغېړنې کړۍ ماتول پایدار ملاتړ ته اړتیا لري.»
د ده په وینا، دا چې ژمی پر راتلو دی او بشرپالې اړتیاوې پکې زیاتېږي، له امله یې دا خنډونه بیا ادغام نور هم ستونزمنوي.
اوس مهال د کډوالو یوه تر ټولو جدي ستونزه د سرپناه نشتون دی. د کډوالو د راستنیدنې تر څپې وروسته د افغانستان په ښارونو کې تش کورونه کم موندل کېږي او د کورونو کرایې لوړې شوې دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې له سیمهییزې همکارۍ او نړیوال ملاتړ پرته د کډوالو د راستنیدنې بحران د افغانستان او تر دې هاخوا سیمې لپاره په یوه پراخ انساني کړکېچ بدلېدلای شي.
دې سازمان همدا راز ټینګار کړی چې راستنېدنه باید خوندي، داوطلبانه او ابرومندانه وي.