close

نورستان کې د څه باندې درې مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د درې مېلیونه او ۲۵ زره افغانیو په ارزښت بیروج ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې.

د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره د طالبانو رییس سید رحیم عمیر وایي، دا ډبرې چې لس کېلو ګرامه وزن یې درلود نن (یکشنبه ۱۹ د زمري) وپلورل شوې.

سید رحیم عمیر وایي، دا ډبرې د نورګرام د «پشګر» درې له کانونو ترلاسه شوې وې.

نوموړی زیاتوي چې د دغو ډبرو له درکه ۳ لکه او ۲۵۰۰ افغانۍ عواید د طالبانو حکومت ته هم جمع شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو پلور او د کانونو د کیندنې لړۍ چټکه کړې او باور دا دی چې د خپل حکومت د یو شمېر برخو لګښتونه له دې لارې تمویلوي.