اطلاعات روز: رویټرز خبري اژانس د نوو شواهدو پر بنسټ راپور ورکړی چې دوه تابعیته وګړی او د افغانستان د هوايي چلند د ادارې پخوانی رییس محمود حبیبي د طالبانو د استخباراتو لهخوا نیول شوی دی. د دې راپور له مخې، طالبانو په کابل کې د حبیبي د اپارتمان دروازه ماته کړې او وروسته یې د هغه لپټاپ او اسناد ضبط کړي دي.
خو طالبان د حبیبي نیول ردوي. دا ډله د حببي تر نادرکه کېدو درې کاله وروسته وايي چې د هغه پټنځای په اړه هېڅ معلومات نه لري.
د رویټرز د راپور له مخې، د طالبانو دا ادعا د شاهدانو له څرګندونو او نورو شواهدو سره چې پکې د حبیبي له موبایل څخه ترلاسه شوي معلومات هم شامل دي او له موضوع باخبر یو اوسني او یو پخواني امریکایي چارواکي یې په تړاو رویټرز ته ویلي، په ټکر کې ده.
د رویټرز په وینا، له یوه اوسني او یوه پخواني امریکایي چارواکي سره له مرکې چې د حبیبي له دوسیې خبر دي، څرګندېږي چې طالبان ښایي حبیبي له دې امله نیولی وي چې د امریکا د استخباراتو ادارې (CIA) په هغه شرکت کې نفوذ کړی و چې حبیبي پکې کار کاوه.
حبیبي په یوه خصوصي شرکت (ایآرایکس) کې چې مرکز یې د امریکا د ویرجینیا ایالت په یوه ښار کې دی، کار کاوه. د رویټرز په وینا، دغه شرکت چې د مخابراتو په برخه کې فعالیت کوي، د کابل په شاوخوا کې یې د موبایل ټاورونو د نصبولو قرارداد درلود.
سرچینې وايي چې د سیا ادارې د دې شرکت یوې امنیتي کامرې ته لاسرسی پیدا کړی و او دې کار په کبال کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري په موندلو کې مرسته کړې وه.
الظواهري چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو وروستی ژوندی پاتې طرحه کوونکی و او د امریکا په یوه هوايي برید کې د کابل په یوه مېلمستون کې ووژل شو، د نوموړي تر وژنې لس ورځې وروسته حبیبي ونیول شو.
په هغه وخت کې امریکایي چارواکو خبریالانو ته ویلي وو چې دا د سیا عملیات و.
امریکایي سرچینو رویټرز ته ویلي چې حبیبي د سیا له پلان څخه ناخبره و او د دوبۍ له یوه کاري سفره د کابل پر لور د راستنېدو پر مهال بې له دې چې د خپل وضعیت له خطره خبر وي، په غلطۍ سره ونیول شو.
د سیا ادارې، طالبانو، سپینې ماڼۍ، د حبیبي رییس او د ایآرایکس مخابراتي شرکت د دې خبر په تړاو له بیا-بیا غوښتنو سره-سره څه نه دې ویلي.
ایآرایکس مخکې ویلي و چې نه دې شرکت او نه یې هم اړوندو شرکتونو د الظواهري په وژنه کې کوم رول درلود.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې چې رویټرز ته یې ورکړې، د حبیبي د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي: «موږ پوهېږو چې طالبانو محمود حبیبي شاوخوا درې کاله مخکې تښتولی دی.»
د هغه بیان له مخې چې د امریکا له حکومت سره دی او رویټرز لیدلی، د حبیبي یو همکار چې ورسره یو ځای نیول شوی و او وروسته خوشې شوی، ویلي چې حبیبي یې د طالبانو د استخباراتو په مرکزي دفتر کې لیدلی او په څنګ ته خونه کې یې د هغه غږ اورېدلی چې ترې پوښتنه کېږي ایا د سیا لپاره کار کوې او که د الظواهري په وژنه کې لاس لرې؟
د یوه اوسني او یوه پخواني امریکایي چارواکي په وینا، د ۲۰۲۳ د جون او اګست په میاشتو کې د امریکا حکومت دې ته متوجه شوی و چې د حبیبي موبایل د طالبانو د استخباراتو په مرکزي دفتر کې فعال شوی و.
په داسې حال کې چې حبیبي او د هغه کورنۍ د یکشنبې په ورځ د هغه د نیول کېدو درېیمه کلیزه یادوي د ټرمپ حکومت د هغه د خلاصون هڅې زیاتې کړې دي او په دې تړاو د معلوماتو پر ورکولو یې پنځه میلیون ډالره جایزه هم اعلان کړې.
خو امریکایي سرچینو ویلي چې تر اوسه داسې نه ښکاري چې حبیبي دې ژر خوشي شي. د حبیبي مشر ورور احمد ویلي: «زموږ کورنۍ د ټرمپ د ټیم بریالیتوب ته هیلهمن دي.»
احمد ویلي چې که سیا د ایآرایکس شرکت ته ویلي وای چې هغه ته خبر ورکړي چې ستنېدل یې ډېر خطرناک دي، نو ورور به یې هېڅکله د الظواهري تر وژنې څلور ورځې وروسته کابل ته نه وای تللی.
احمد زیاته کړې: «هیچا ورته څه ونه ویل. نه شرکت، نه سیا او نه بل چا او هغه ولاړ.»
یو امریکایي چارواکي ویلي چې د امریکا حکومت حبیبي په رسمي توګه یرغمل شوی ګڼي، ځکه د هغه نیول او د ساتلو ځای لا تر اوسه د طالبانو لخوا نه دي تایید شوي. دې اوسني او پخواني چارواکي د قضیې د حساسیت له امله د نوم نه اخیستلو په شرط خبرې کړي دي.
طالبانو هغه وړاندیز رد کړی چې تېر کال له حبیبي سره په ګوانتنامو کې د وروستي افغان زنداني محمد رحیم الافغاني د تبادلې په تړاو ورته شوی و.
دې چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ویلي: «موږ له سختو او نرمو دواړو لارو هڅه کړې مګر طالبان خنډونه جوړوي.»
د امریکا د اوسنیو او پخوانیو چارواکو په وینا، سیا د الظواهري پر ضد د عملیاتو په لړ کې د اې آر ایکس شرکت یوې فرعي څانګې «آسیا مشورتي ډله» (ای سي جي) کې نفوذ کړی و.
یادو چارواکو د دې جاسوسي ادارې له لوري د القاعدې د مشر د ویشتلو او په نښه کولو په اړه جزییات ورنه کړل.
سرچینو ویلي دي چې «آسیا مشورتي ډله» چې مرکزي دفتر یې د امریکا د ویرجینیا ایالت په هرندون کې دی، د کابل شاوخوا د موبایل ټاورونو د نصبولو قرارداد درلود. هغوی ویلي چې د دې پایو د ساتنې لپاره په ټاورونو کې کمرې نصب شوې وې.
د سرچینو په وینا، یوه کمره د هغه کور پر لور نصب شوې وه چې امریکایي چارواکي یې د طالبانو د کورنیو چارو په سرپرست وزیر سراجالدین حقاني پورې تړلی بولي. دا کور د کابل په ډیپلوماټیکه سیمه کې تړل شویو برتانوي او امریکايي سفارتونو ته نېږدې دی.
سرچینو ویلي چې ویډیويي کمرې سیا ته داسې ویډیو لېږلې چې په استوګنځي کې یې د الظواهري حضور تاییداوه.
هغوی زیاته کړې چې دې تایید له سیا سره مرسته وکړه تر څو د ۲۰۲۲ کال د جولای پر ۳۱مه له یوې بې پیلوټه الوتکې څخه د دوو توغندیو په ویشتلو سره الظواهري په داسې مهال کې ووژني چې بالکن ته راوتلی و. په دې برید کې د هغه مېرمن او کورنۍ ژوندي پاتې شول.
په داسې حال کې چې هغه وخت د بایډن حکومت د الظواهري د وژلو لپاره په (هالفایرس) توغندیو ترسره شوي عملیات وستایل، خو د سیا د ځمکنيو عملیاتو او د الظواهري په پېژندلو کې یې د دوربینونو د رول په تړاو جزییات ورنه کړل.
طالبانو حبیبي څنګه ونیوه؟
د محمود حبیبي د ورور احمد په وینا، هغه د نیول کېدو په ورځ د کابل د شیرپور په سیمه کې په خپل اپارتمان کې و او له خپلې خور سره یو ځای یې چې له خپلو دوو ماشومانو سره هلته وه، خپل توکي راټولول تر څو نیوجرسي ته راشي.
احمد ویلي چې د غرمې شاوخوا حبیبي ته د «آسیا مشورتي ډلې» له دفتر څخه ټیلیفون وشو او ورته وویل شول چې طالبان یې کور ته ورغلي. حبیبي بې له دې چې خپلې خور ته وضاحت ورکړي، ورته ویې ویل چې باید له هغه ځایه ووځي. احمد ویلي چې حبیبي سمدستي وروسته تر دې چې په موټر کې سپور شو، ونیول شو.
د احمد او د یوه شاهد په وینا، څو دقیقې وروسته یو څوک چې ځان یې د طالبانو د استخباراتو کس معرفي کاوه، د حبیبي د اپارتمان دروازه وټکوله. خور یې د دروازې له پرانیستلو ډډه وکړه.
د احمد او شاهد په وینا، طالبانو دروازه ماته کړه، اپارتمان ته دننه شول، المارۍ او درازونه یې وپلټل او د حبیبي لپتاپ یې وغوښت.
د «آسیا مشورتي ډلې» (ای سي جي) له خوا د افغانستان د مخابراتو وزارت ته په یوه لېږل شوې لیک کې چې رویټرز لیدلی، راغلي چې د طالبانو استخباراتو د یاد شرکت ۳۰ نور کارکوونکي هم نیولي دي. له حبیبي او یوه بل کس پرته، نور ټول وروسته خوشې شوي دي.
حبیبي څوک دی؟
د حبیبي مور او پلار د کندهار دي، نوموړی چې د اتو خویندو ورور دی، د کابل په کارته پروان سیمه کې لوی شوی دی.
د حبیبي د خپلې عالي انګلیسي په مرسته وکولای شول چې د ۲۰۰۸ کال پر مهال په کابل کې د ملګرو ملتونو د ملکي هوايي چلند په اداره کې دنده تر لاسه کړي.
هغه له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۳ پورې د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې د کارمند په توګه د امریکا په سفارت کې کار کاوه.
وروسته چې کله حبیبي د ملکي هوايي چلند د مرستیال وزیر په توګه وټاکل شو، د امریکا له ولکې څخه یې د کابل حکومت ته د افغانستان د هوايي ترافیک د کنټرول سیستم په لېږد کې مرسته وکړه.
حبیبي په ۲۰۱۷ کال کې د ملکي هوايي چلند وزیر شو. هغه تر ۲۰۱۹ کال پورې پر همدې دنده و او په همدې وخت کې یې د فلوریدا د «امبری ریدل» د هوايي چلند له پوهنتونه د ملکي هوايي چلند ماسټري هم واخیسته.
حبیبي په ۲۰۱۹ کال کې استعفا ورکړه او بیا د ای آر اېکس شرکت سره یو ځای شو څو په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د هوايي ترافیک د کنټرول په برخه کې د خپل افغان شرکت چارې وڅاري.
احمد ویلي چې حبیبي د کابل او امریکا تر منځ ژوند کاوه او په ۲۰۲۱ کال کې یې د امریکا د تابعیت د اخیستلو لپاره د ۳۰ میاشتو د استوګنې موده پوره کړه او وروسته د امریکا تبع شو.