اطلاعات روز: هلمند کې ځايي سرچینې وایي چې د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو د نشهيي موادو مسوول ملا ضمیر د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل شوی دی.
سرچینو اطلاعات روز ته ویلي چې د طالبانو دا چارواکی نن (یکشنبه، ۱۹ د زمري) د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د «ولی کرم هدیرې» په سیمه کې د موټرسایکل سپرو وسلوالو له خوا په خپل موټر کې په نښه شو.
سرچینې ویلي، ملا ضمیر په دې برید کې سخت ټپي شو او د هلمند بوست روغتون ته انتقال کړل شو خو وروسته ومړ.
تر اوسه د یاد طالب چارواکي د وژل کېدو انګېزه روښانه نه ده او نه هم کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت منلی دی.
په هلمند کې طالب مسوولینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.