پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هیواد په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د پاکستاني پوځ پر کاروانونو په بریدونو کې یوولس پاکستاني عسکر وژل شوي او شاوخوا ۲۳ تنه نور ژوبل دي.
اسلام اباد میشتې خراسان ډایري لیکلي چې نن (دوشنبه، ۲۱ د زمري) د خیبرپښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ په «عنایت کلا پاټک» سیمه کې د پاکستان د پوځ پر یوه کاروان برید وشو چې له امله یې دوه سرتېري وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.
همدا راز یادې رسنۍ خبر ورکړی چې نن سهار وختي د بلوچستان ایالت په واشوک ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټرو ډزې وکړې چې له امله یې نهه امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
ویل کېږي چې په دې برید کې لږ تر لږه شپږ ملکي وګړي هم ژوبل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۲ کې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر منځ د اوربند تر ماتېدو وروسته په دې هیواد کې د بریدونو کچه لوړه شوې ده.
د نړیوال تروریزم د پېښو په شاخص کې پاکستان په دویمه کچه کې دی او په دې هیواد کې د ترهګریزو بریدونو له امله د مرګ ژوبلې کچه هم ۴۵ سلنه لوړه شوې.
بل لور ته پاکستاني چارواکي په افغانستان کې واکمن طالبان تورنوي چې ټي ټي پي او نورو وسلوالو ډلو ته یې په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي او له همدې ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.