اطلاعات روز: په هلمند او جوزجان کې د څلورو جلا ترافیکي پيښو له کبله اووه تنه مړه او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
هلمند کې سرچینې وایي، چې تېره شپه (دوشنبه، ۲۰ د زمري) د دې ولایت د مرکز لښکرګاه ښار اړوند «دوراهي» سیمه کې د دوو کوچنیو موټر د ټکر له امله درې تنه مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.
د دې ترافیکي پیښې د لامل، د موټرو نوعیت او د مړو او ټپیانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په دې ولایت کې دویمه پېښه تېره شپه شاوخوا ۹:۰۰ بجې د مرکز لښکرګاه ښار د معتادینو ۱۰۰ بستریز روغتون ته څېرمه رامنځته شوې.
د سرچینو په وینا، په دې پیښه کې یو مارکس موټر له سړک اوښتی او پر مهال یې یو ځوان وژل شوی او د یوې ښځي په ګډون دوه تنه نور ژوبل شوي دي.
په همدې حال کې درېیمه ترافیکي پیښه هم پرون ماښام شاوخوا ۶:۰۰ بجې د لښکرګاه ښار په دویمه ناحیه کې د حاجي ګران چوک ترڅنګ د ټیلر موټر او موټرسایکل د ټکر له کبله رامنځته شوې، چې پر مهال یې د موټرسایکل چلوونکی مړ شوی دی.
دغه راز د بلخ-جوزجان په لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
جوزجان کې د طالبانو د پولیسو ویاند عبدالستار حلیمي وایي، چې دا پېښه نن سهار (سې شنبه، ۲۱ د زمري) د جوزجان د فیض آباد ولسوالۍ اړوند ګرجک سیمه کې رامنځته شوې.
د هغه په وینا، چې دغه پیښه د یو پروبکس ډوله او یوه بار وړونکې لارۍ د ټکر له امله رامنځته شوې او پر مهال یې دوه تنه مړه او درې نور ژوبل شوي دي.
د پورته ټولو پیښو لامولونه نه دي څرګند شوي.
په افغانستان کې هر کال ګڼ شمیر ترافیکي پیښې د سلګونو کسانو ژوند اخلي او سلګونه نور بیا معلولوي.
د معیاري سړکونو نشتوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول د دې پیښو اصلي عوامل ګڼل کېږي.