اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د واکمنۍ د څلورم تلین په مناسبت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې ډلې تاوتریخجن او استبدادي حکومت ونه مني او د هر هغه اقدام په وړاندې دې ودرېږي چې د دې ډلې حکومت عادي کوي.
دې کارپوهانو په یوه ګډه اعلامیه کې چې نن (پنجشنبه،۲۳ د زمري) خپره شوې، ویلي چې څلور کاله کېږي د افغانستان ولس، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې پر خپلو حقونو او ازادیو بې رحمانه بریدونه زغمي.
د دوی په وینا، طالبان د جنسیتي ځپنې د منظم سیسټم او د مخالفینو او خپلواکو رسنیو د ځپلو له لارې په ښکاره ډول د بشري حقونو، برابرۍ او د نه تبعیض له اصولو سرغړوي.
د طالبانو تر بیا واکمنېدو څلور کاله وروسته، تر اوسه یوازې روسیې د دې ډلې حکومت په رسمیت پېژندلی، که څه هم یو شمېر نورو هېوادونو هم د طالبانو ډیپلوماتان منلي او ورسره اړیکې لري.
د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو تګلارې د نړیوالو له نیوکو سره مخ دي. په همدې حال کې د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې تر هغه چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې وضعیت ښه شوی نه وي، له طالبانو سره اړیکې باید عادي نه شي.
کارپوهانو د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او قاضيالقضات د نیولو د حکم هرکلی کړی او ویلي یې دي: «د طالبانو د جنسیتي تبعیض منظم سیستم او ظلم دومره شدید دی چې د بشریت ضد جنایت او د جنسیت پر بنسټ ځورونه ګڼل کېږي … موږ د حساب ورکولو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوو.»
هغوی همداراز د بشري حقونو د نورو سرغړونو په اړه هم اندېښنه ښودلې، لکه علني اعدامونه او د بدني مجازاتو زیاتوالی، خپلسرې نیونې، بېمحکمې اعدامونه، شکنجې او له بندیانو سره ناوړه چلند، د مدني فضا له منځه وړل او د بشري حقونو د مدافعانو ځپنه.
کارپوهانو ویلي چې «په افغانستان کې وضعیت ډېر خراب دی، خو دا باید یوه له لاسه وتلې موخه ونه ګڼل شي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د دې روایت پر وړاندې ودریږي چې ګواکې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوسنی حالت نهشي بدلېدلی او یو بل راتلونکی هم شونی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو د زیاتېدونکي ځپنې پر وړاندې مبارزه یوه «هر اړخیزه» تګلاره غواړي. د دوی په وینا، د دې تګلارې باید ملاتړ وشي او نړیوال فشار پکې شامل وي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیواله کچه د پاسخ ګویي یا حساب ورکولو غوښتنه کړې او په دې کې د یوه داسې څېړنیز میکانیزم جوړول چې پراخ ماموریت ولري او د جرم په توګه د جنسیتي اپارتاید پېژندل شامل دي.
د بشري حقونو فعالان د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو تګلارې جنسیتي اپارتاید بولي او غواړي چې دا د بشریت ضد جنایت په توګه وپېژندل شي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو همداراز د کډوالو او جلاوطنه کسانو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي: «دا ملاتړ ځکه اړین دی چې د ایران اسلامي جمهوريت او د پاکستان په څېر هېوادونه لا هم ګڼ افغانان بېرته ستنوي او هغوی په مستقیم ډول له هغې ځورونې سره مخامخ کوي چې ترې تښتېدلي دي.»
هغوی غوښتنه کړې چې د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ته د هېواد د وضعیت د ښه کولو په هڅو کې برخه ورکړل شي او ویلي یې دي: «موږ په کلکه باور لرو چې په افغانستان کې بدلون تر ټولو ښه د همدې خلکو په لاس رهبري کېدلای شي خو هغوی دا کار یوازې نه شي کولای.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې اصولي او دوامداره نړیوال ملاتړ اړین دی او «هره ورځ چې بې له اقدامه تېریږي، د طالبانو ځپونکې واکمني نوره هم پیاوړې کېږي.»
هغوی زیاته کړې: «د افغانستان له خلکو سره درېدل هم اخلاقي اړتیا ده او هم د بشري حقونو له اړخه یو مسوولیت. دا یواځې د افغانستان د خلکو په ګټه نه دی، بلکې د ټوله نړۍ په ګټه دی.»