close

نورستان کې د سیلابونو را وتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس رسنیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د سیلابونو د راوتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه او درانه مالي زیانونه اوښتي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دا سیلابونه تېره شپه (پنجشنبه، ۲۳ د زمري) ناوخته د کامدېش ولسوالۍ په «پتیګل» دره کې راوتلي.

خبرپاڼه زیاتوي چې درې ماشومان، یوه مېرمن او یو سړی د سیلاب اوبو له ځان سره وړي او مړه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د دې سیلابونو د راوتلو له امله لسګونه استوګنیز کورونه، عامه سړکونه، کانالونه، د اوبو شبکې او په لسګونه جریبه کرنیز فصلونه له منځه تللي دي.

د سیلابونو له امله زیانمن شوې کورنۍ د طالبانو له رژیم او مرستندویه بنسټونو د بېړنیو او بنسټیزو مرستو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال پر مهال د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طبیعي افتونو له امله ولسي خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه رسېدلي.