close
Photo: Dawn via Zahid Imdad

په پاکستان کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله تر ۱۵۰ زیات کسان مړه شوي

اطلاعات روز: پاکستاني چارواکي خبر ورکوي چې د دې هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت په باجوړ، بونیر او سوات ولسوالیو او ګلګت بلتسان کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو او ځمکې ښوویدنې له امله لږ تر لږه ۱۵۶ تنه مړه شوي او په لسګونو نور کسان لا هم ورک دي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ د پاکستاني چارواکو له خولې خبر ورکړی چې دا ورښتونه او سیلابونه چې نن (جمعه، ۲۴ د زمري) راوتلي او په ترڅ کې یې ۱۲۶ نارینه، اته ښځې او ۱۲ ماشومان مړه شوي. د پاکستاني چارواکو په وینا، شاوخوا ۳۵ کورونه هم ویجاړ شوي.

بل لور ته، ځینو پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې یوازې د خیبرپښتونخوا په بونیر ولسوالي کې د ۱۲۰ کسانو مړي راایستل شوي دي.

همدارنګه باجوړ ولسوالۍ هم د دې سیلابونو له امله زیاته ځپل شوې او له دې سیمې د اتو ماشومانو په شمول د ۲۱ کسانو د مړه کېدو راپور ورکړل شوی دی.

له دې سره-سره، په سوات کې هم د تندر لوېدو له امله ۱۱ تنه مړه شوي دي. همدارنګه په کوز دیر کې یو چت پرېوتی او په ترڅ کې یې پنځه تنه نارینه مړه شوي او درې نور ژوبل دي.

همدا راز، پاکستاني چارواکو ویلي چې د سختو ورښتونو له امله د دې هیواد په ګلګت بلتستان سیمه کې هم ځمکه ښویدلې او له امله یې لږ تر لږه لس تنه مړه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د جون میاشتې له وروستیو راهیسې په پاکستان کې سخت موسمي ورښتونه شوي او له کبله یې په بېلابېلو سیمو کې سیلابونه راوتلي او ځمکې ښوییدنې رامنځ ته شوې دي چې ګڼ مالي او ځاني زیانونه یې اړولي.

د پاکستان د ناورین د مدیریت ادارې (NDMA) ویلي چې د جون له ۲۶ راهیسې په دې هیواد کې د سیلابونو او ځمکې ښوییدنې له امله لږ تر لږه ۳۲۵ تنه مړه شوي او ۷۴۳ نور ژوبل دي.