close
Photo: @AAzoulay

د یونیسکو عمومي منشي: هیوادونه دې پر طالبانو فشار راوړي چې نجونو ته ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عملي، کلتوري او زده کړییز سازمان (یونیسکو) عمومي منشي ادري ازولا د نړۍ له هیوادونو غوښتي چې پر طالبانو دې خپل ډیپلوماټیک فشارونه وساتي او له کوم ځنډ او شرط پرته دې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړي.

د یونیسکو عمومي منشي په هغه اعلامیه کې چې نن (جمعه، ۲۴ د زمري) خپره شوې، ویلي چې د زده کړو پر حق مذاکرات نشي کېدلای او د تېرو شلو کلونو له پام وړ لاسته راوړنو سره-سره د افغانستان د ښځو یو بشپړ نسل قرباني کېږي.

دې ویلي چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته تر ۷۰ زیات فرمانونه ورکړي او د ښځو او نجو حقونه په ځانګړې توګه د هغوی د زده کړو حق یې نقض کړی دی.

د دې اعلامیې په پیل کې ویل شوي چې د دې فرمانونو له کبله په افغانستان کې ۲.۲ میلیون نجونې له ابتدایي زده کړو پاتې شوې دي او افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې هلته د ښځو او نجونو په وړاندې د منځنیو او لوړو زده کړو دروازې تړلې دي.

د یونیسکو عمومي منشي ویلي چې طالبان لا هم په افغانستان کې ښځې او نجونې د ژورنالیزم له برخې څخه حذف کوي.

دې ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له قانون سره سم د انسان د انځور ښوول او په راډیو کې د ښځو پر غږ بندیز لګېدلی دی.

ادري ازولا ویلي چې د طالبانو بندیزونه د دې لامل شوي دي چې هغه ۸۱ سلنه ښځې چې په رسنیو کې یې کار کاوه، تر ۲۰۲۱ کال وروسته خپلې دندې وبایلي.

د یونیسکو عمومي منشي خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له عامه ژوند څخه د ښځو حذف به په دې هیواد کې اوږدمهالې ناورین زېږوونکې پایلې ولري؛ هغه هیواد چې نیم وګړي یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دې ویلي چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ په افغانستان کې د زده کوونکو شمېر لس برابره شو، د ابتدایي زده کړو لپاره د نجونو د نوملیکنې کچه ۸۰ سلنې ته لوړه شوه او د ښځو تر منځ د سواد کچه دوه برابره لوړه شوه او د هر عمر په ډلو کې یې سلنه له ۱۷ څخه ۳۰ ته لوړه شوه.

د یونیسکو عمومي منشي ویلي چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په منظمه توګه هڅه کړې چې دا لاسته راوړنې له منځه یوسي.

د یونیسکو عمومي منشي ویلي چې دا بنسټ د دې وضعیت په وړاندې هڅه کوي چې د بدیلو زده کړو د ملاتړ لپاره منابع ومومي او په ټول افغانستان کې یې تر دوه زره او ۶۰۰ زیاتو کلیو کې تر زرو زیاتو محلي اسانچارو ته روزنه ورکړې چې ۵۷ زره ځوانانو ته چې اکثریت یې نجونې دي، سواد ور وښیي.

دې همدا راز ویلي چې یونیسکو د افغانستان د هغو رسنیو مالي او زده کړییز ملاتړ کوي چې د ښوونې او روزنې خپرونې لري او اټکل کېږي چې دا زده کړییز مواد په افغانستان کې ۱۷ میلیون وګړو ته رسېدلي دي.

اغلې ازولي ویلي، مګر بیا هم دا بدیلې زده کړې د حضوري زده کړو تشه نشي ډکولای او هر وخت د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.

د یونیسکو عمومي منشي د خپلو خبرو په پای کې ویلي: «په داسې حال کې چې ځیني له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په هڅه کې دي، زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې تر بل هر وخت په زیاته کچه بسیج شي او د افغانستان د ښځو د زده کړو حق له شرط او قید پرته په بشپړه توګه راواخلي. دوی باید تر هغو پرېنږدو چې بیرته ښوونځي ته ستنې نشي.»

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي د لوړو نجونو پر منځنۍ او لوړو زده کړو بندیز لګولی او د ښځو او نجونو په وړاندې یې د ښوونځیو او پوهنتونو د خلاصېدو په تړاو د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه دې منلې.