اطلاعات روز: طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶ کلیزه په داسې مهال کې ولمانځله چې د افغانستان د هغه وخت پر پاچا امان الله خان یې کلکې نیوکې وکړې.
امان الله خان ۱۰۶ کاله وړاندې په همدې ورځ له بریتانیا څخه په بهرني سیاست کې د افغانستان خپلواکي اعلان کړې وه. نوموړي د خپلې واکمنۍ پر مهال پراخ اصلاحات راوستل، د نجونو ښوونځي یې جوړ کړل او ځیني نجونې یې د لوړو زده کړو لپاره بهر ته ولېږلې.
امان الله خان د خپلو دې اقداماتو او خپلواکۍ د اعلان له وجې د «پرمختګپالي پاچا» او «غازي» په القابو سره نومول شوی دی.
طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت په خپلې خپرې کړې اعلامیې کې امان الله خان ته هیڅ اشاره نه ده کړې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پر نوموړي د ده د ټولنیزو اصلاحاتو او نوښتګرو پالیسیو له امله نیوکه وکړه.
متقي په دې مناسبت د طالبانو په جوړو شویو مراسمو کې نن وویل چې «[امان الله خان] د افغانستان د ملت هیلو ته پام ونه کړ او غوښتل یې د اغیارو فرهنګ تطبیق کړي».
ده ویلي چې د امان الله خان اصلاحات د «دین او فرهنګ مخالف» وو او د «قاضي عبدالرحمان پغماني» په شمول د دې اصلاحاتو مخالفین اعدام کړل شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د امان الله خان د اقداماتو پایله دا شوه چې ویې نشوای کولای چې په افغانستان کې پاتې شي او اړ شو چې ایټالیا ته ولاړ شي او «تر ابده یې ونشوای کولای چې افغانستان ته راشي.»
له پاشل کېدو وېره
طالب چارواکو د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ په ځولنو «د خپلواکۍ پر ساتنې» ټینګار وکړ او د پاشل کېدو په تړاو یې خبردای ورکړ.
د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په دې مراسمو کې وویل چې افغانستان خپلواکي په اسانۍ نه ده تر لاسه کړې، خو «افغانانو د کورنیو جګړو، تفرقو او دسیسو له امله ونشوای کولای چې دا خپلواکي وساتي.»
ده ویلي: «امکانات مو په پر له پسې توګه له لاسه ورکړي او له منځه پاشل شوي یو، تر دې چې هیواد د استعمار تر قدرت لاندې راغی.»
عبدالغني برادر ټینګار کړی: «د خپلواکۍ د ورځې لمانځنه باید یوازې د قربانیو او زړورتیا یاد نه وي؛ بلکې اصلي موخه مو باید دا وي چې تر لاسه کړې خپلواکي وساتو او په بشپړه توګه د هر ډول سیاسي، اقتصادي او نظامي استعمار مخنیوی وکړو.»
د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال همدا راز ویلي: «ټول افغانان د لویو دیني او ملي ارزښتونو د خوندي کولو لپاره یو موټي شو، په بېلابېلو نومونو ایجاد شوې تفرقې ختمې کړو او پرېنږدو چې خدای مه کړه دا سپېڅلی نظام د بې اتفاقۍ او تنګ نظرۍ ښکار شي.»
د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په دې مراسمو کې ویلي چې افغانستان په وروستۍ پېړۍ کې «درې ځلې» خپله خپلواکي ګټلې، خو په ساتنه کې یې ناکام و. ده ویلي: «دا ځل باید داسې شرایط برابر نشي چې خدای مه کړه، دا ازادي له لاسه ورکړو.»
د بهرنیو لاسوهنو په تړاو اندېښنه
طالب چارواکو په نننیو مراسمو کې په افغانستان کې د اوسني وضعیت د تغییر په تړاو د بهرنیو لاسوهنو په اړه هم اندیښنه ښوولې.
عبدالغني برادر د طالبانو له مخالفینو غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي او «د خپل نظام او ملت تر څنګ ودرېږي او د نورو په لاسوهنې له بې ځایه تخریبه لاس واخلي.»
ده د نړۍ له هیوادونو غوښتي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په تړاو «بد نیت» ونه لري. ده ویلي چې دا ډله «هر شي ته پام کوي او په تړاو یې خپله محاسبه لري.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم دې موضوع او په یو شمېر هیوادونو کې د طالبانو د مخالفینو غونډې ته اشاره کړې او ویلي یې دي: «دا مهال باید په نړۍ او ګاونډیو هیوادونو کې څوک د افغانستان لپاره چپه خوب ونه ویني.»
ده د یوه شعر په لوستلو سره خبرداری ورکړ چې «که څوک په غشي ولئ، باید پوه شئ چې دا به بیرته ستاسو لور ته در غورځول کېږي.»
د طالبانو د دفاع وزیر هم وویل چې افغانستان هیڅ هیواد ته «بد نیت» نه لري او له هیوادونو یې غوښتي چې خپلې ګټې په «یوه پیاوړي افغانستان کې وویني، نه په یوه ضعیف او بې وسه افغانستان کې.»
د طالبانو دا اندیښنې په داسې مهال کې زیاتې شوې دي چې ټاکل شوې ده په راتلونکو څو ورځو کې د طالبانو مخالفین د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې غونډه وکړي.
تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د پاکستان په کوربتوب پر دې غونډې نیوکه کړې وه او دا یې «ناهوښیارانه» او «پاروونکې» ګڼلې وه.