close

په خپله خاوره کې پردي او بې‌اسرې

که څه هم په نړیواله کچه د کډوالۍ کړکېچ ورځ تر بلې ژورېږي، خو د تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان په ګاونډ ایران او پاکستان کې د میشتو افغانانو ژوند له سختو ستونزو سره مخ او هره ورځ د کوربه هېوادونو له لوري د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلابېل راپورونه خپرېږي. د کډوالۍ نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، ایران او پاکستان په تېرو ۲۲ میاشتو کې دوه میلیونه او ۴۳ زره غیرې قانوني افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي، چې په وینا یې ۵۴ سلنه په جبري توګه شړل شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه به له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ شاوخوا ۱.۶ میلیونه کسان، چې د اې سي سي کارت لرونکي هم په کې شامل دي اغېزمن کړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۴مه نېټه په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویلي، چې تر اوسه شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله څو برابره زیات دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ډېری افغانان چې له جبري ایستنې سره مخ شوي، د افغانستان له پولو نږدې ولایتونو او نورو سیمو ته لېږدول کېږي، خو په خبره یې چې یاد کډوال د بېرته مېشتېدو لپاره لازم امکانات او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې لکه سرپناه، پاکې اوبه او د روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

له ایران او پاکستان څخه د نیمروز او سپین بولدک له لارو سویلي ولایتونو ته راستانه شوي کډوال وايي، د ژوند شرایط یې هغه ډول چې تمه یې لرله، نه دي برابر او اوس په ډېرو ستونزو کې ژوند کوي. د دوی په وینا، د کوربه هېوادونو له تاوتریخوالي تر خلاصون وروسته په خپله خاوره کې هم پردي ګڼل کېږي او د بې‌وسۍ او بې‌کارۍ له امله سخت ژوند تیروي.

د سويلي حوزې په ارزګان ولایت کې میشت کډوال وايي، چې په دغه ولايت کې تر ميشت کيدو وروسته د ژوند د نورو ستونزو ترڅنګ د سيمې خلک ورته د پردیو ګمان کوي او  د پاکستانیانو فکر ورته کوي.

له پاکستان څخه دغه ولايت ته راستون شوی ميرویس وایي، چې کورنۍ يې ۴۴ کاله په پاکستان کې تير کړي او اوس چې خپل اصلي ټاټوبي ته تر راستانه شوي په محیط کې ورسره سم چلند نه کېږي او دوی ته پاکستاني ويل کېږي.

نوموړي وویل: « زه او زما کورنۍ چې ۴۴ کاله مو په پاکستان کې ژوند کړی، اوس چې خپلې خاورې ته راګرځېدلي يو، له خپل وطن سره بېګانګي احساسوو خلک زموږ سره داسې چلند کوي لکه چې موږ د پاکستانيانو برخه يو، دلته هر څه زموږ لپاره نوي دي او خپل ټاټوبي ته د راستنېدو سره سره، زموږ هويت لا هم پوښتنه کې پاتې دی.»

دغه ولایت ته يو بل راستون شوی هم د ورته ستونزو څخه شکايت کوي او زياتوي، څه ډول چې اړتيا ده له دوی سره په هغه ډول مرستې نه دي شوي.

جبارخان، چې د یوې لویې کورنۍ مشري کوي، وایي چې شاوخوا ۱۷ میاشتې مخکې په جبر سره له پاکستانه شړل شوی او ټول مال او شتمنۍ یې هلته پاتې شوي دي.

هغه زیاتوي چې له خوراکي توکو ته د نه لاسرسي تر څنګ، له سرپناه، روغتیایي خدمتونو، ښوونیزو اسانتیاوو او د ژوند له ډېرو اړینو امکاناتو بې برخې دي. د ده په وینا چې د سیمې خلک هم دوی ته د پردیو په سترګه ګوري او له نورو مېشتو کورنیو مهاجرو په څېر ورسره سلوک نه کوي.

جبارخان وویل: « موږ له پاکستان څخه شړل شوي یو او افغانستان کې د یوې نامعلوم برخلیک سره مخ يو ټولې شمتنۍ مو هلته پاتې شوې او دلته په هر اړخیزه توګه بې برخې یو؛ نه مو خوراکي توکي شته، نه سرپناه، نه روغتیا، نه ښوونه او نه هم د ژوند نورې اسانتیاوې، د سیمې خلک زموږ سره د پردیو په څیر چلند کوي.»

د پاکستان څخه راغلي افغان کډوال وايي، چې هېواد ته تر راستنيدو وروسته يې ماشومان له هره ډول زده کړو بې برخې شوي دي؛ هغه څه چې د ژوند مهمه اړتیا ده او دولتونو ته پکار ده چې د خپلو ملتونو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د ارزګان د مرکز ترینکوټ کلاچې سيمې ته له پاکستان څخه راستون شوی د اغاجان په نوم کس د ماشومانو لپاره د زده کړو زمينې نه  برابريدو څخه شکايت کوي او زياتوي چې دا ورته جالبه ده چې سيمه کې د کډوالو ماشومانو ترڅنګ آن د سیمې د پخوانیو اوسیدونکو ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه  لري.

هغه وايي، ويره لري چې افغانستان ته په راتګ به يې ماشومان له زده کړو بې برخې رالوی او راتلونکی به یې په توره تياره کې وي.

هغه د طالبانو  له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ګاونډيو هېوادونو څخه ارزګان ته د ورغلو ماشومانو لپاره د زده کړو زمينه  برابره کړي.

نوموړي وویل: «زه شرمېږم چې ورته ووایم، دلته ستا لپاره مکتب نشته ځکه موږ هيڅ داسې ځای نه دی ليدلی چې هلته دې ماشومانو ته د زده کړو زمينه نه وي برابره شوي، یوازې افغانستان دی چې حالت پکې دومره خراب دی چې ماشومان يې زده کړو ته هم  لاس رسی نه لري، دغه دی ۱۰ مياشتې مې تيرې شوې دي، خو ولاکه فکر کومه چې په لس کاله دې هم  زموږ ماشومانو ته د  زده کړو زمينه  برابره شي ځکه هيڅوک زموږ ستونزه نه اوري زموږ د ماشومانو  راتلوکی به تياره وي که لږ هم لاره پیدا کړمه په د خپل ماشومانو ښه راتلونکي لپاره افغانستان بیا پريږدمه.»

ارزګان ته راستانه شوي کډوال وایي، چې ماشومانو ته یې د زده کړو زمینه نه ده برابره شوې او راتلونکی یې تیاره ګوري

اغاجان دغه راز د نورو ستونزو تر څنګ په روغتياي او د کاري فرصتونو د کمښت برخه کې د زياتو ستونزو سرټکوي او وايي، هره ورځ د ترینکوټ چوک ته په مزدورۍ کولو پسې ځي، خو زياتوي چې ډيرې لږ  داسې ورځې راځي چې کار وکړي.

هغه وویل: «موږ چې له پاکستان څخه راستانه شوي یو، هره ورځ په مزدورۍ کولو پسې ترينکوټ چوک ته راځو، خو ډېرې کمې ورځې راځي چې کار وکړو موږ غواړو چې هغه ژمنې چې له موږ سره شوې وې عملي شي هغه که د کار په برخه کې دي يا نورو برخو کې وي.»

په همدې حال کې بیا ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې د ولايت په کچه يې د بهرنيو هېوادونو څخه راستانه کيدونکو کډوالو ته  په نږدې ټولو برخو کې چمتوالی نيولی دی.

په دې ولایت د طالبانو د ولایت مقام خبر ورکړی، چې د موسېساتو په مرسته هڅه کوي چې د تازه راغلو کډوالو ټولې ستونزې حل کړي.

دوی په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ په ارزګان ولایت کې د راستانه شویو کډوالو لپاره چمتوالی نیولی دی او د موسېسو په همکارۍ هڅه کوو چې د تازه راغلو کډوالو ټولې ستونزې حل کړو تر اوسه مو په بېلابېلو برخو کې د دغه کډوالو  سره بیخي ډيرې مرستې کړي دي هغوی دې هيڅ تشويش نه کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ایم) افغانستان ته د کډوالو د راتلو په تړاو خبرداری ورکړی او دې کړکېچ ته یې د رسیدګۍ لپاره د بېړنۍ بودیجې د تامین غوښتنه کړې.

دې سازمان د زمري په ۱۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان په خپل معاصر تاریخ کې د کډوالو له سترې ډلییزې راستنیدنې سره مخ دی.

د دې سازمان په وینا، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له ایران او پاکستان څخه څلور میلیونه کډوال افغانستان ته راغلي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال پر مهال ۱.۵ میلیونه وګړي افغانستان ته ستانه شوي او تمه ده که پاکستان د پناه غوښتونکو داستوګنې موده تمدید نه کړي، یو میلیون نور کسان به هم راستانه شي.

دې سازمان خبرداری ورکړی چې د زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو په موخه پر پولو او په راستنېدونکو سیمو کې اضافي بودیجې ته اړتیا لري او له بېړني ملاتړ پرته، شته سیسټمونه د پاشل کېدو له خطر سره مخ دي او په میلیونونو وګړي به زیانمن شي.