اطلاعات روز: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په هرات کې د بس موټر د ټکر له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۷۹ تنه ښودلی دی.
د ده په وینا، په دې کې ۱۹ تنه ماشومان دي.
په دې بس کې له ایرانه راتلونکې کډوال سپاره وو او پرون ماښام (سېشنبه، ۲۸ د زمري) د هرات د ګذرې ولسوالۍ پر حلقوي سړک ټکر کړی او اور یې اخیستی دی.
په هرات کې د طالبانو ځایي چارواکو ویلي چې دې بس موټر لومړی له یوه موټرسایکل او وروسته له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر کړی دی.
په هرات کې طالب چارواکو تر دې وړاندې ویلي و چې په بس کې له سپرو کسانو یوازې درې تنه ژوندي پاتې شي او وضعیت یې خطرناک دی.
په دې پېښه کې پر موټرسایکل سپاره دوه کسان او همدا راز په بار وړونکي موټر کې دوه تنه هم مړه شوي دي.
د طالبانو ځایي چارواکو د پېښې لامل زیات سرعت او بې احتیاطي بللې.
دې بس له اسلام کلا څخه کابل ته کډوال لېږدول.
ویل کېږي چې قربانیان د کاپیسا، پروان، کابل، غزني، دایکندي او بغلان ولایتونو دي.
د وروستیو دوو میاشتو پر مهال دا په افغانستان کې د ټکر دویمه مرګونې پېښه ده چې راستنېدونکې کډوال یې قرباني کېږي.