close

پراخېدونکې جګړه او اندېښمن پاکستان

شمشاد زلمی

راپورونه وایي چې پاکستان د افغانستان ځیني پخواني حکومتي چارواکي او ځیني سیاسي فعالین د یوې غونډې لپاره وربللي دي او دې چارې د افغانانو تر منځ پراخې ګنګوسې پیل کړې دي چې ګواکې پاکستان له طالبانو سره په تعامل کې د فشار واردولو لپاره پر یوه بل انتخاب هم غور کوي او دا ښایي د دې بهیر یو پیل وي. له دې سره-سره، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر په دې وروستیو کې متحده ایالاتو ته دوه سفرونه درلودل، ځیني شنونکي دا دواړې چارې بې تړاوه نه ګڼي او داسې څرګندوي چې ښایي د طالبانو پر خلاف د پاکستان په پالیسۍ کې بدلون راغلی وي. دا ادعا تر یوه بریده ځکه سمه برېښي چې دا لومړی ځل دی چې پاکستان د طالبانو د سیاسي مخالفینو د لوړې کچه یوه غونډه رابولي او په دې توګه طالبان په غیر مستقیمه ګواښي چې د دوی په وړاندې ورسره یو بل انتخاب هم شته دی، مګر دا چاره په عین مهال کې د پاکستان د یو لړ سیاستونو هغه ناسمې پایلې هم جوتوي چې پاکستان د تېرو څو لسیزو پر مهال د خپلو ځینو پټو او ښکاره موخو لپاره خپلې کړې وي او په ګڼو سیمه‌ییزو حوزو کې یې د خپلو سیاسي موخو لپاره له جهادي او مذهبي ډلو استفاده کوله. اوس مهال چې د پاکستان په لاس روزل شوې مذهبي ډلې په خپله د پاکستان د دولت خلاف شوې دي او دې هیواد ته یې په افغانستان کې د واکمنې طالب ډلې په ملاتړ یو لوی سرخوږی رامنځ ته کړی دی، پاکستان د یوې داسې موثرې لارې په لټه کې دی چې په استفادې یې وکولای شي د دې جګړې رخ بدل کړي.

که څه هم په افغانستان کې واکمن طالبان او پاکستان لا هم په ځینو برخو کې ستراتیژیک دوستان ګڼل کېدلای شي، مګر طالبان د خپل مذهبي هویت له مخې په یوه داسې ابزار بدل شوي چې هم ورسره نژدېکت او هم ترې لیرېوالی خطرناک ثابتېدلای شي. په پاکستان کې د جګړې روانې څپې ته په کتلو سره ویل کېدلای شي چې پاکستان په همداسې یوه معما کې بند پاتې دی، که څه هم له طالبانو یې پر ګڼو لارو فشار راوړی چې د پاکستاني طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، خو هغوی یا حد اقل د خپلې ناتوانۍ او یا هم د خپل مذهبي هویت د اړتیا پر اساس تر اوسه د پاکستان غوښتنې په هغسې توګه نه دې منلې لکه چې پاکستان یې غواړي بلکې برعکس په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بریدونه پراخېږي، پېچلي کېږي او د دې هیواد په دننه کې د دې ډلو د جنګیالیو خوځښت او حضور ورځ په ورځ زیاتېږي.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په یوه سیمه کې د سي‌پیک پروژې پر سړک د پاکستاني طالبانو اتڼ او چیک پواینټ، عکس ټولنیزې رسنۍ

له یو شمېر راپورونو سره سم، ۲۰۲۵ کال د پاکستان د حکومت لپاره له امنیتي پلوه یو خونړی کال دی او یوازې د دې کال له جنوري څخه بیا د مارچ میاشتې تر ۱۱ نیټې پورې په پاکستان کې ۱۷۹ بریدونه ترسره شوي دي. په دې بریدونو کې ۹۰ سلنه یې د پاکستان په خیبرپښتونخوا یالت کې د پاکستاني طالبانو له لوري ترسره شوي دي او دا شمیرې په ډېرو کمو مواردو کې د یو لړ غیر پوځي فشار له امله کمېدلای شي، خو عمومي ارقامو ته په کتلو سره په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې مخ پر زیاتېدو دي او دې چارې د خیبرپښتونخوا ایالت په ځینو سیمو کې د پاکستان د حکومت حاکمیت ننګولی دی او ځیني داسې ویډیوګانې د پاکستاني طالبانو له لوري خپرې شوې دي چې له ځینو سیمو یې پاکستاني ځواکونو وتلو ته اړ کړي او پوستې او پوځي مرکزونه یې طالبانو ته پرېیښي دي. له همدې کبله د پاکستان حکومت غواړي په یو شمېر سیمو کې د طالبانو د ځپلو په موخه پراخ عملیات پیل کړي، مګر دا عملیات له ګڼو اړخونو له ننګونې سره مخ دي، لومړۍ اندېښنه د سیمه‌ییزو خلګو قانع کول دي او په عین مهال کې د پوځي عملیاتو د بریالیتوب په تړاو هم له پوځي او هم له سیاسي پلوه ګڼې اندیښنې شریکېږي.

پاکستان د خیبرپښتونخواپه ځینو سیمو په ځانګړې توګه وزیرستانونو کې پنځه ځلې پوځي عملیات کړي دي. که څه هم دا عملیات تر یوه حده په سیمه کې د پاکستاني طالبانو او نورو جنګیالیو په ځپلو کې بریالي وو خو بل اړخ ته پکې ولسي خلګو ته نه یوازې پراخه مرګ ژوبله اوښتې بلکې په پراخه کچه ورسره له خپلې سیمې بې ځایه شوي هم دي. بل لور ته تر پوځي عملیاتو یو څه موده وروسته بیرته په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ګڼو جنګیالیو ډلو سر راپورته کړی او یو ځل بیا یې سیمه ناامنه کړې ده. له همدې کبله له جنګیالیو ډلو سره د پاکستان د چلند په تړاو خلګو ته پوښتنې را پیدا شوې دي او هغوی په ټوله کې د دې عملیاتو په تړاو شکمن دي. همدا راز، د پاکستان پوځ ته له مذهبي-جنګي ډلو سره د خپلو ځینو تاریخي راکړو-ورکړو له امله د شک په سترګه کتل کېږي او همدا وجه ده چې په پاکستان کې د پوځ پر خلاف یو مشهور شعار دادی چې (یه جو دهشت ګردي هې، اس کې پیچې وردي هې) یعني د ترهګرۍ تر شا د پوځ لاس دی. د همدې اعتبار نه لرلو او د پوځ پر چلند او اراده د خلګو د شک له امله اوس مهال په سیمه کې د پاکستاني پوځ لپاره عملیات پیلول سخت شوي دي او په هره سیمه کې خلګ د پوځي عملیاتو پر خلاف لاریونونه کوي.

په دې وروستیو ورځو کې چې د خیبرپښتونخوا ایالت په باجوړ سیمه کې د پاکستاني طالبانو حضور پراخ شو او د دوی او د پاکستان د امنیتي ځواکونو تر منځ په څو ځایونو کې سختې جګړې وشوې، نو پاکستان په سیمه کې د عملیاتو اعلان وکړ خو د دې عملیاتو پر خلاف د خیبرپښتونخوا په ګڼو سیمو کې لاریونونه وشول او پراخ ولسي مخالفت ورسره څرګند کړل شو. د دې ستونزې د حل په موخه د باجوړ د سیمه‌ییزو ولسي مشرانو یوه جرګه جوړه شوه او هغوی د طالبانو او د پاکستان د امنیتي ادارو تر منځ منځګړیتوب وکړ. دې خبرو اووه پړاوه درلودل او په ټوله کې د جرګې غوښتنه له دواړو اړخونو دا وه چې د ولسي خلګو د مال او ځان ساتنې ته پام وکړي. هغوی له طالبانو غوښتي و چې بیرته افغانستان ته ولاړ شي او که له حکومتي ځواکونو سره جګړه هم کوي، باید په غرو-رغو کې یې ورسره وکړي، نه په کلیو او بانډو کې مګر ټي ټي پي وروسته په یوه رسمي اعلامیه کې دا مذاکرات رد کړل او د جګړې پر دوام یې ټینګار وکړ. که څه هم پاکستاني ځواکونه په سیمه کې لا هم په پراخو عملیاتو لاس نه دی پوري کړې او په ځینو سیمو کې محدود عملیات کوي، خو داسې ښکاري چې د خپلو عملیاتو لپاره په هغه کچه ولسي او د سیاسي ګوندونو ملاتړ نه لري لکه چې ورته اړتیا ده او دې چارې د پاکستان امنیتي ادارې له طالبانو سره له جګړې هاخوا له یوې بلې سیاسي ننګونې سره مخ کړې دي.

د نوې مرحلې نوي کرکټرونه او نوې تګلارې

کله چې پاکستاني طالبانو د ۲۰۲۲ میلادي کال په نومبر کې د پاکستان له حکومت سره د سولې تر ناکامو مذاکراتو چې منځګړیتوب یې پر کابل واکمنو طالبانو کاوه، خپل اوربند پای ته ورساوه نو په دې هیواد کې د دې ډلې له لوري د بریدونو پراخه څپه پیل شوه چې لا تر اوسه هم په ګړندۍ توګه روانه ده او ورځ په ورځ یې د شمېرونو او له کبله یې د اوښتونکې مرګ ژوبلې کچه لوړېږي. په دې لړ کې طالبانو په خپل جوړښت او جنګي تکتیکونو کې پراخ تغییرات راوستلي دي او دې چارې پاکستاني حکومت ته نورې ننګونې هم زیاتې کړې دي.

کله چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال د تحریک طالبان پاکستان مشر حکیم الله مسید او د هغه مرستیال مولانا ولی الرحمان د متحده ایالاتو په ډرون بریدونو کې ووژل شول، نو د دې ډلې داخلي جوړښت د مشرۍ پر سر د اختلافاتو له کبله ډېر کمزوری شو چې وروسته دې ډلې مولانا فضل الله خپل مشر وټاکه خو هغه ونشوای کولای چې د دې ډلې تیت شوې ډلګۍ پر یوه رهبري راغونډې کړي. مګر د دې ډلې اوسنی مشر نور ولي مسید توانېدلی چې د دې ډلې اتحاد نه یوازې پیاوړی کړي، بلکې په خیبرپښتونخوا او ان بلوچستان کې وړو ډلو ته قناعت ورکړي چې د دې ډلې د تشکیلاتو برخه شي او نوموړی د خپل مشر په توګه ومني. په دې توګه په نوې مرحله کې پاکستاني طالبان توانېدلي چې نه یوازې خپل اتحاد وساتي، بلکې د خپلو نویو تشکیلاتو له لارې خپلې چارې په موثره توګه پر مخ یوسي او په دې لړ کې یې تر ډېره د افغان طالبانو د تګلارې تقلید کړی دی. که څه هم د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د پاکستاني طالبانو یوه بله ډله له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه جلا فعالیت کوي، مګر په وروستیو کې دې ډلې له دوو نورو ډلو لشکر اسلام او انقلاب اسلامي پاکستان سره یو ځای د اتحاد مجاهدین پاکستان (IMP) په نوم یو نوی اتحاد اعلان کړی دی. دې نوي اتحاد تر راڅرګندېدو وروسته ګڼ پېچلي بریدونه ترسره کړي دي. سره له دې چې د دې ډلې تمرکز پر سویلي وزیرستان دی، خو نورو برخو په ځانګړې توګه پنجاب ته د پراخېدو هڅې کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په ننګرهار کې له خپلو جنګیالیو سره د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مشر (د سپینو کالیو او تورې پګړۍ وال) لیدنه

د دې نوې ډلې تبلیغاتي مواد ډېر پرمختللي دي او د ګڼو ټولنیزو رسنیو له لارې خپل مواد نشروي. د شنونکو په اند، د دې ډلې او د القاعدې د تبلیغاتي موادو تر منځ د پرمختللې محتوا له اړخه ګڼ مشابهتونه شته دي.

په دې وروستیو کې دې ډلې او همدا راز ټي ټي پي د یو شمېر داسې بریدونو ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي دي چې ښیي دا ډله د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او موټرو د هغو تجارتي ډرونونو په وسیله بریدونه کوي چې عموما د عکاسۍ لپاره کارېږي. که څه هم د دې بریدونو له امله اوښتونکی زیان به کم وي، خو رواني اغېز یې ځکه پراخ دی چې د دې بریدونو مخنیوی د پاکستان د حکومت لپاره یوه لویه ننګونه ده او دې نوي تکتیک د جګړې په ډګر کې پاکستاني طالبانو ته له دې امله یوه برلاسي ورکړې چې دوی د حکومتي ځواکونو په پرتله د اوسېدو ثابت ځایونه نه لري، بلکې ګرځنده دي خو حکومتي ځواکونه چې اړ دي چې په یوه مشخصه سیمه کې میشت شي، تر دا ډول بریدونو لاندې راځي او مخنیوی یې د هغوی لپاره یوه لویه ننګونه ده.

دا چې په خیبرپښتونخوا کې د جګړې یوه لویه برخه د پاکستان نیمه پوځي ځواک (FC) او پولیس مخته وړي، پاکستاني طالبانو د پخوا په پرتله چې په دې ځواکونو کې به یې د نفوذ له لارې دننه بریدونه کول، خپل تکتیک یو څه تغییر کړی او دا ځواکونه هڅوي چې تسلیم شي او له خپلې دندې لاس پر سر شي. د یادونې وړ ده چې دا تکتیک په افغانستان کې د طالبانو له لوري د جمهوري حکومت د ځواکونو په وړاندې هم کارېده. د دې تکتیک له مخې پاکستاني طالبان دې تسلیمېدونکو ځواکونو ته د سر د سلامتۍ ژمنه ورکوي او په عین مهال کې پر دې ځواکونو د مخامخ بریدونو له لارې خپل فشار دوامدار ساتي. په دې لړ کې د دې ځواکونو غړي اکثریت وخت په تنهایي کې په نښه کوي، مثلا کله چې هغوی په رخصتۍ وي، یا هم له دندې کور ته روان وي او همداسې په نورو متفاوتو وختونو کې او هغوی ته دا پیغام ورکوي چې که دندې پرېنږدي، نو هیڅ ځای هم ورته خوندي نه دی.

د ایډیولوژۍ او سیاست دوه‌لارې

د پاکستان او طالبانو تر منځ په اړیکو کې یوه مهمه موضوع له پاکستاني طالبانو سره د افغان طالبانو د اړیکو او مرستې غوڅېدل دي. په همدې لړ کې ګڼې هڅې شوې دي او پر افغانستان واکمنو طالبانو د دې فشارونو په لړ کې دا فتوا هم ورکړې چې له افغانستانه دباندې په «جهاد» کې ګډون د امیر له حکم پرته روا نه دي او په پاکستان کې جګړه یې یو «دفاعي جهاد» بللی دی او په دې توګه یې دا د پاکستان یوه کورنۍ مسله بللې او څرګنده کړې یې ده چې په دې ډول «جهاد» کې ګډون کول د امیر امر ته اړتیا لري. په دې توګه طالبان هڅه کوي چې د مطلق زور کارولو پر ځای په افغانستان کې خپلو پلویانو، ملاتړو او جنګیالیو ته په دیني لحاظ دا قناعت ورکړي چې په پاکستان کې جګړې ته ولاړ نشي.

په همدې لړ کې په دې وروستیو کې په کابل کې د طالبانو د اصلاحي کمیسیون یوه غړي سیدالله سید د طالبانو په یوه پوځي روزنیز مرکز کې د وینا پر مهال وویل چې له افغانستانه دباندې «جهاد» نشته او خلګ باید هلته د جګړې لپاره ولاړ نشي. د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب هم دې ته ورته څرګندونې کړې وې او دا د طالبانو د مشر ملا هبت الله امر بللی و. همدا راز، د طالبانو یوه بله مذهبي څېره مفتي عبدالرووف چې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې یې د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې مدرسه درلوده او اوس مهال د طالبانو د علماوو شورا غړی او ملا هبت الله ته نژدې کس بلل کېږي، هم په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي و چې په پاکستان کې پر افغان وګړو «جهاد» ځکه نشته چې هغه دفاعي دی. مګر د سیدالله دا څرګندونې په خپله د طالبانو تر منځ پاروونکې شوې او د طالبانو دوو مشهورو مذهبي مشرانو او مدرسینو شیخ سلطان محمد ثاقب او شیخ عبدالسمیع غزنوي یې په وړاندې غبرګون وښود او دا خبره یې رد کړه. شیخ عبدالسمیع خو په دې اړه توند غبرګون وښود او ویې ویل چې که «کتب علیکم الصیام» هر ځای او د چا له امر او اجازې پرته د روژې د فرضیت معنا لري، نو «کتب علیکم القتال» هم د «جهاد/جګړې» د فرضیت مفهوم ورکوي او تر کومې جغرافیې او د چا تر امر پورې منحصر نه دی او همدا وجه وه چې نوموړی د «بې اطاعتۍ» په تور بندي کړل شوی دی او د نوموړي د بند په وړاندې د طالبانو تر منځ له غوسې ډک غبرګون پر ټولنیزو رسنیو په څرګنده توګه احساسېږي.

د طالبانو د جهادي مدرسو مدرسین او شیخان، له ښي اړخه: مفتي عبدالرؤف، سلطان محمد ثاقب او عبدالسمیع غزنوي

مګر داسې ښکاري چې د طالبانو د قومندانانو او ځینو مذهبي مشرانو له لوري دې څرګندونو او فتواوو کوم اغېز نه دی کړی، بلکې لا هم د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د افغان طالبانو د موجودیت خبرونه ورکول کېږي او له دې سره-سره په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون په اړه هم وخت پر وخت راپورونه خپاره شوي دي. که څه هم طالبان هڅه کوي چې دې موضوع ته له دیني اړخه حل‌لار پیدا کړي او د پاکستاني طالبانو او پاکستان د حکومت تر منځ په جګړه کې ځان بې پرې کړي، خو دا چاره ورته ځکه سخته ده چې نه خو په مذهبي لحاظ خپلو غړو ته قناعت ورکولای شي او نه هم په افغانستان کې مېشت د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ډلو غړي له خپلې خاورې شړلای شي؛ ځکه چې دې ډلې د جمهوریت پر خلاف په جګړه کې له طالبانو سره اوږه په اوږه جګړه کړې او دا جنګیالي اوس نه یوازې د طالبانو تر منځ نفوذ لري، بلکې له خپل دیني مشروعیت څخه په کار اخیستلو د ځان پر خلاف د هغوی د هر اقدام مخنیوی کولای شي.

طالبان اوس په دې معامله کې له دوو جدي ننګونو سره مخ دي. یوه اړخ ته یې په دوحه کې د امریکا په شمول سیمه‌ییزو هیوادونو سره ژمنه کړې چې له خاورې به یې نور هیوادونه نه ګواښل کېږي، بل لور ته په کور دننه د ټي ټي پي په شمول د داسې ډلو کوربانه دي چې هغوی تر افغانستان هاخوا موخې لري. که د سیمه‌ییزو هیوادونو له توقع سره سم د دې ډلو پر خلاف اقدام کوي او په ځانګړې توګه د پاکستان په غوښتنه په افغانستان کې د ټي ټي پي مېشته رهبري پاکستان ته لاس تړلې سپاري، نو پر خپل ټول مذهبي او دیني هویت کرښه راکاږي؛ هغه چې د دې ډلې د مشروعیت اساس دی او د همدې هویتي کارډ په کارولو سره پلویان مومي او ځان ژوندی ساتي او که له سیمه‌ییزو هیوادونو سره غاړه وړي، نو په کور دننه د خپلو افراطي مذهبي پلویانو د پارېدنې له خطر سره مخ دي او د هغوی له احساساتو وېره لري چې ښایي راتلونکی هدف به یې همدوی شي.

پاکستان هڅه وکړه چې دا مسله لومړی له دودیزو لارو هواره کړي، طالبانو ته یې پاکستاني ملایان او ځیني سیمه‌ییز مشران د جرګې په توګه ولېږل او په دې موضوع کې یې د همکارۍ او د پاکستاني طالبانو د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو ویل کېږي چې پاکستاني ملایان د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له سخت غبرګون سره مخ شوي دي او هغوی یې تورن کړي دي چې په پاکستان کې د یوه غیر دیني حکومت توجیه کوي.

داسې ښکاري چې پاکستان اوس له دې لارو ناهیلی شوی دی او اوس غواړي چې د چین له سیمه‌ییز اقتصادي او سیاسي ځواک څخه په استفادې طالبانو ته ځیني امتیازات ورکړي او له دې لارې یې قانع کړي چې د پاکستان په وینا د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي. د همدې هڅو په لړ کې په راتلونکو ورځو کې د پاکستان، چین او طالبانو تر منځ په کابل کې درې اړخیزه غونډه پلان شوې ده او ویل کېږي چې په دې غونډه کې به په پاکستان کې د چین په سي‌پیک پروژه کې د افغانستان پر داخلولو هم خبرې وشي. داسې ښکاري چې پاکستان او چین طالبانو ته د دې امتیاز په ورکولو سره غواړي هغوی وهڅوي چې له ترهګرو ډلو ځان لیرې کړي او د مشترکو ګټو پر اساس له سیمه‌ییزو هیوادونو سره ملتیا وکړي.

مګر داسې ښکاري چې له طالبانو داسې توقع درلودل ښایي ځکه سیي نه وي چې دا غوښتنه په حقیقت کې له دوی غوښتل دي چې باید خپل ټول مذهبي هویت بدل کړي. همدا اوس په افغانستان کې طالبان په پراخه توګه پر مدرسو پانګونه کوي، ځکه دوی پوهېږي چې په ټولنه کې یې د مستقیم ملاتړ سرچینې همدا دي او له دې پرته له نورو خلګو او ډلو سره ګډ کار نشي کولای او د مدرسو په نصاب کې تدریسېدونکې محتوا د هغو «جهادونو» په ملاتړ ډکه ده چې د طالبانو ځیني مشران او سیمه‌ییز هیوادونه یې د بندولو او غندلو هڅې کوي. که طالبان له خپل مذهبي هویته لیرې کېږي، دا به یوه ډېره اوږده پروسه وي او پیل به یې د دوی له روزنتون یعني مدرسې څخه کېږي او په دې توګه به طالبان د خپلو ګڼو سیاستونو لپاره سیکولر/غیر مذهبي استدلال ته مخه کوي، هغه چې له وړاندې لا د سختدریځو جهادي ډلو لکه داعش او حزب التحریر له سختو نیوکو سره مخ دی او طالبان تورنوي چې په خپلو بهرنیو اړیکو کې د «ولاء او براء» دیني اصل ته پام نه کوي. که طالبان له خپل مذهبي هویته ځان لیرې کوي، نو ورسره خپل ټول وجود نفې کوي او یو ډلییز انتحار کوي او که شته مذهبي هویت ساتي، له سیمې او نړۍ سره تعامل ورته د اوس په څېر ستونزمن دی او د حکومت دوام یې له ګواښ سره مخ کېږي. طالبان لا هم په همدې دوه‌لارۍ کې ورک دي او تر اوسه یې هیڅ اړخ ته د تلو قاطع پرېکړه نه ده کړې او له ټولو اړخونو سره د وخت اخیستنې لوبه کوي مګر څومره چې دوی د خپلو اقداماتو او قاطعیت په تړاو وخت اخلي، د پاکستان زیان ورسره زیاتېږي او داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت هم له طالبانو سره په تعامل او پر هغوی په فشار راوړلو کې ګنګس دی ځکه چې دا ځل مذهبي کارډ له پاکستان سره نه، بلکې یوې داسې مذهبي ډلې سره دی چې په خپله د پاکستان په غېږ کې را لوی شوي او مذهبي کارډ چې تل په لوبه کې د پاکستان لپاره ګټونکی و، دا ځل یې له لاسه وتلی ښکاري.