اطلاعات روز: د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ د امریکا له لوري د جرمونو نړیوالې محکمې پر چارواکو په ځانګړي توګه پر هغو کسانو چې د افغانستان په اړه څیړنې کولې نیوکه کړې ده.
نوموړي دا بندیزونه «ډیر ناهیلي کوونکي» بللي او ویلي یې دي، چې دوی د محکمې پر خپلواکۍ برید کوي او په ټوله نړۍ کې قربانیانو ته سخت ګوزار ورکوي.
بېنټ زیاته کړې: «د دې بندیزونه لېرې کول اړین دي. د عدالت لپاره د افغانستان څېړنې خورا مهمې دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جرمونو نړیوالې محکمې پر څو چارواکو بندیزونه لګولي دي، چې په دې کې د یادې محکمې قاضي کیمبرلي پروست، چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو په اړه د څېړنو اجازه ورکړې هم شامل دی.
ریچارډ بېنټ د بشري حقونو د نورو کارپوهانو سره په یوې ګډه بیانیه کې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې: «دا د اندیښنې وړ ده، چې یو هېواد د یوې خپلواکې محکمې پر قانوني او سولهییزو اقداماتو، چې د نړېوالې ټولنې لهخوا رامنځته شوې، دومره دوامداره دښمني ښيي.»
دوی زیاته کړې: «د جرمونو نړیوالې محکمې د قاضیانو او څارنوالانو پر وړاندې بندیزونه د معافیت پر وړاندې مبارزه کمزورې کوي او نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې د ظلمونو پر وړاندې، عدالت نه بلکې ځواک غالب دی.»
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په بیان کې ویل شوي چې د جرمونو نړیواله محکمه دنده لري د درنو نړېوالو جنایتونو لکه د نسلوژنې، د جګړې جنایتونو او د بشریت پر ضد جنایتونو په اړه څېړنه او عدلي تعقیب ترسره کړي.
کارپوهانو ویلي: «د جرمونو نړیوالې محکمې حقوقي متخصصین د بشریت د تر ټولو بدو جنایتونو د مرتکبینو د ځوابویلو په برخه کې مهم رول لري. دوی باید د غچ اخیستنې څخه خوندي وساتل شي او اجازه ورکړل شي چې په خپلواکه توګه او بې له وېرې عمل وکړي.»