close

دهلې بند؛ د کندهار د ژوند رګ د وچېدو په درشل کې دی

کندهار کې د دهلې بند چې د ارغنداب پر سیند په ۱۹۵۲ کال کې د متحده ایالاتو په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی، د کندهار ښار ترڅنګ د اوو ولسوالیو شاولي کوټ، ارغنداب، دامان، ډنډ، ژېړۍ، پنجوایي او میوند زراعتي ځمکې او باغونه خړوبوي. دا بند اوس مهال د رسوباتو د زیاتوالي، اوبو د کمښت او د پراختیایي پروژو د ځنډ له امله له وچیدو په درشل کې دی.

کندهار کې سرچینې وایي، چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د دهلې بند په بشپړه توګه له اوبو ډک و، خو د ۲۰۲۵ کال د جولای تر پایه د دغه بند د اوبو کچه په بېسارې توګه راټيټه شوې او اوس اوبه د مړې ساحې کچې ته نږدې شوي، چې د تخنیکي محدودیتونو له امله یې خوشې کول ناشوني دي.

کندهار کې د سیندیزې حوزې د مسوولینو په وینا، چې په تېره یوه میاشت کې له دې بند څخه د کرنې لپاره ډېرې اوبه خوشې شوې دي، چې دا چاره د اوبو د کچې د کمېدو لوی لامل ګرځیدلی دی. 

کندهار کې د سیندیزې حوزې کارکوونکی لعل محمد (مستعار) وایي، که مونسون بارانونه د بند کچه بېرته لوړه نه کړي، نو د شاولیکوټ، ارغنداب، ژیړۍ، پنجوایي، ډنډ، میوند او دامان ولسوالۍ به په راتلونکو میاشتو کې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.

نوموړي وویل: «د دهلې بند اوس د پخوا په اندازه د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت نه لري، تقریباً دوې میاشتې مخکې بند د اوبو څخه ډک و، چي یوازې تېره میاشت ولسوالیو ته اوبه ورڅخه ایله شوې وې او اوس تقریباً تر نیم ډیر خالي شوی، بس دغه موسمي بارانونه که وشول نو تر ژمي مو رسوي که نه نو دغه اووه ولسوالۍ د اوبو د کمښت سره مخ کېږی.»

د دې ولایت د سیندیزې حوزې بل کارکوونکی انجینر کامران وایي، چې د تخنیکي پلوه دهلې بند خپل عمر پوره کړی او اوس یې ۴۳ سلنه برخه رسوباتو نیولې، چې له کبله یې د شاولیکوټ، ارغنداب، ژیړۍ، پنجوایي، میوند، ډنډ او دامان ولسوالۍ د اوبو له کمښت سره مخ دي او د یادو ولسوالیو کروندګر اوس د زیرزمیني اوبو څخه خپلې اړتیاوې پوره کوي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، چې د کندهار نفوس د پخوا په پرتله زیات او ورسره د نویو ځمکو کرکیله او زراعت پراخ شوی، چې له همدې کبله د دهلې بند اوبه ورته بسنه نه کوي. 

له فضا څخه اخیستل شوي انځورونه ښیي چې اپریل میاشت کې د دهلې بند له اوبو څخه ډک دی، خو درې میاشتې وروسته یعنې د جولای په میاشت کې له اوبو خالي شوی دی

د دهلې بند پراختیایي پلان چې د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د اسیا پرمختیایي بانک او نړیوال بانک په مالي مرسته پیل شوی و، د طالبانو راتګ سره یې چارې ځنډول شوې دي.

د دې پروژې هدف دا و چې د بند کاسه ۱۳ متره لوړه کړي او د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت له ۳۰۰ میلیون متره مکعبه څخه ۸۰۰ میلیون متره مکعب ته لوړ کړي او تر څنګ یې د برېښنا درې توربینونه چې ۲۴ میګاواټه برېښنا تولید کړي ولګوي.

د کندهار سیندیزي حوزې د کارکوونکو په خبره د پروژې ټول سروې ګانې هم بشپړې شوې وې، خو د ۲۰۲۱ کال وروسته د سیاسي بدلون او د مالي سرچینو د کمښت له امله دا پروژه ځنډول شوې ده.

انجینر کامران په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «دا پروژه د اسیا پرمختیایي بانګ او نړیوال بانګ په مالي مرسته منظور شوه، خو هغه وخت د دې پروژې پر وړاندې ستونزه دا وه چې د ارغنداب خلکو تر بند لاندې ځمکې استملاک غوښته، چې د دغه ستونزې تر حل وروسته دغه پروژه د ۲۰۲۱ کال په نیمایي کې پیلیدله، چې جمهوریت سقوط وکړ د پروژې کارونه یو ځل بیا ودریدل چې احتمالا لامل یې سیاسي اړخ لري.»

دغه راز د اوبو چارو کارپوه انجینر فدامحمد وايي، د کندهار دهلې بند کې د رسوباتو راټولېدل یوه جدي او مزمنه ستونزه ده او زیاتوي چې د ارغنداب سیند چې له غرونو تېرېږي، له ځان سره خاورې او رسوبات راوړي او د بند کاسه ډکوي. نوموړي ټینګار کوي چې د دغې ستونزې د حل لپاره باید د رسوباتو د مدیریت منظم سیستم رامنځته شي.

د فدامحمد په خبره، چې د دې ستونزې د کمولو لارې چارې تخنیکي اړخ لري، خو د دغو پروژو د عملي کولو لپاره کافي مالي سرچینې او پیاوړې سیاسي اراده شتون نه لري. هغه خبرداری ورکوي، که د رسوباتو د ستونزې پر وړاندې بې‌پروايي دوام وکړي، د دهلې بند د اوبو د زېرمه کولو وړتیا به په راتلونکو کلونو کې لا نوره راټيټه شي.

کندهار کې د اوبو چارو بل کارپوه انجینر ناصر خان بیا وایي، چې د دهلې بند د اقلیمي بدلون له کبله له جدي خطر سره مخ دی. 

نوموړي وویل: «دهلې بند د اقلیم بدلون، غیر منظم مدیریت، او د پراختیايي کارونو ځنډ له امله له جدي خطر سره مخ دی که د نړیوال بانګ پروژه پلي نه شي دا بند به څو کاله وروسته مطلق د وچیدو له ګواښ سره مخ شي.»

نوموړی د بند د اوسني وضعیت په اړه وایي: «د تیرو ۷۰ کلونو په اوږدو کي د رسوباتو د راټولېدو له امله د بند ۴۳ سلنه برخه له خاورو او ډبرو ډکه شوې چې د ۹۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو پر ځای اوس یوازې ۳۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبه زېرمه کولی شي.»

دهلې بند د کندهاري ځوانانو لپاره د یو تفریحي پارک حیثیت هم لري/ خواله رسنۍ

بلخوا د دهلې بند د وچیدو له کبله د کندهار کروندګرو خپلو کښتونو ته اندیښمن دي. 

د ډنډ ولسوالۍ یو کروندګر عبدالرحمن، وايي، چې د دهلې بند د وچیدو له کبله د دوی کښتونو ته اوبه پر وخت نه رسیږي او اوس مجبور دي چې له ژورو څاه ګانو څخه په لوړ لګښت اوبه راوباسي او خپلئ ځمکې او باغونه خړوبه کړي.

نوموړی وویل: «دهلې بند ته چې وګورې ټول د لوشو او ډبرو ډک شوی چې دوه څاڅکي باران وشي، وایي دهله پارچاو شوه چې هوا ګرمه شي او زموږ کښتونه تږي وي هغه وخت یو څاڅکي اوبه نه را ایله کوي، وایي په دهلې کي اوبه نشته چې کښتونه واخیستل شي او زموږ اړتیا نه وي بیا اوبه را ایله کوي چې هغه وخت هیڅ ګټه نه کوي.»

نوموړی زیاتوي، چې تر دې وړاندې د دهلې  بند اوبه منظمې وې او له برکته یې درې فصله کرنه کوله، خو اوس مجبور دي چې په ډیزلي ماشینونو اوبه راوباسي.

دغه راز د کندهار په نورو ولسوالیو کې هم ورته وضعیت دی، چې د اوبو د کمښت له امله حاصلات کم شوي او د کرنې لګښتونه زیات شوي دي. 

د ارغنداب ولسوالۍ یو کروندګر حاجي خدای رحیم وايي، چې دغلته د اوبو کمښت له امله د انارو، انګورو، او نورو فصلونو حاصلات په پراخه کچه کم شوي دي.

نوموړي وویل: «زموږ د انارو او انګورو باغونه د دهلې بند پر اوبو ولاړ دي. که دا بند وچ شي، زموږ ټول کښتونه به له منځه ولاړ شي. موږ د طالبانو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه غواړو چې د دې بند د لوړولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.»

په همدې حال کې د کندهار یو شمیر اوسیدونکي وایي، که د دهلې بند په بشپړه توګه وچ شي، پایلې به یې د کندهار او شاوخوا سیمو لپاره ویجاړونکې وي.

د کندهار ښار اوسیدونکی نثاراحمد وایي، ویره لري چې د کرنې د له منځه تلو او د اوبو د کمښت له امله به په زرګونو کروندګر بېکاره شي، چې دا به د بې وزلۍ او کډوالۍ یوه نوې څپه پیل کړي.

نوموړي وویل: «زما تشویش دی که وچکالي ډیره شي، نو د ولسوالیو څخه به ډیرې کورنۍ ښارونو ته مجبوره شي چې په دې سره به بېکاري زیاته او په ښارونو کې به د کورونو کرایې لوړې شي، او خپله د دهلې بند چې اوس د یو ملي پارک حیثیت لري او په زرګونه خلک د تفریح لپاره ورځي، نو دغه طبیعي پارک به هم له منځه ولاړ شي چې دا خپله یو لوی بحران دی چې باید ژر تر ژره یې مخه ونیول شي.»

د اوبو چارو کارپوهان او د کندهار اوسیدونکي د طالبانو له حکومت او اړوندو بنسټونو په کلکه غوښتنه کوي، چې د دهلې بند دې د وچیدو له ګواښ څخه وژغوري.

ورته مهال بیا د کندهار سیندیزې حوزې کارکوونکي وایي، چې د اوبو د کمښت او د ولسوالیو اوسیدونکو د مکررو غوښتنو پر اساس د طالبانو مشرانو هڅه کړې چی یاد بند ذخیره زیاته کړي. دوی زیاتوي چې طالبانو او د یوناما استازو د دهلې بند څخه لیدنه کړې او یوناما د اسیایی بانګ د پروژو د بیرته پیلیدو ژمنه کړې، خو تر دې دمه د دغې ژمنې د پوره کیدو کوم څرک نه لیدل کېږي.

د کندهار د دهلې بند د اوبو کمښت او د وچېدو ګواښ د دې ولایت د کرنې، اقتصاد او خلکو د ژوند لپاره یوه جدي ننګونه ده، باور دادی که دا بند په بشپړه توګه وچ شي د کندهار کرنیز اقتصاد به له منځه ولاړ شي او زیات شمیر خلک به له خپلو سیمو کډه وکړي.