close

«نه ګټل کېدونکې جګړه»؛ په افغانستان کې دولت جوړونه او د نړیوالې ټولنې ناکامي

شمشاد زلمی

اوس مهال طالبان د ثور د ۸مې او د زمري د ۲۷مې تر څنګ د زمري ۲۴مه هم لمانځي؛ هغه ورځ چې دوی پکې کابل ته ننوتل او دا دوی د ناټو د نړیوال ایتلاف او جمهوري حکومت په وړاندې خپله بریا بولي او د خپلواکۍ په نوم یې لمانځي. په افغانستان کې د ولسواکۍ دویمه دوره (۲۰۰۱ – ۲۰۲۱) د وسلوالې دولت جوړونې (Armed Statebuilding) یوه تجربه ګڼل کېږي. له وسلوالې او پوځي لارې د دولتونو د رغونې ګڼې تجربې ترسره شوې دي، خو ځیني پوځي کارپوهان او د سیاسي علومو پوهان په دې اند دي چې له دې لارې د دولتونو جوړونه شونې نه ده او په هر ځای کې یو لړ داسې شرایط او حالات وي چې داسې تجربې کامیابۍ ته نه پرېږدي او چیرته چې داسې تجربې کامیابې ګڼل کېږي، هغه په یوه داسې مهال او مکان کې شوي دي چې بل ځای او بل ځل یې تکرار ناشونی دی. افغانستان د دې بحث یوه محوري نکته ده او په دې اړه پراخ بحثونه شوي او کېږي چې په افغانستان کې د وسلوالې دولت جوړونې شل کلنه تجربه ولې ناکامه شوه؟

د نولسمې پېړۍ له وروستیو څخه او بیا له افغانستان څخه د متحده ایالاتو تر وتلو پورې له فیلیپین، کیوبا او هیټي څخه واخله تر جرمني او جاپان او بیا تر وروستیو دوو بېلګو عراق او افغانستان پورې په ګڼو ځایونو کې له نظامي لارې د امریکا متحده ایالاتو د دولت جوړونې هڅه کړې ده. له دې لارې د دولت جوړونه د پوځي او سیاسي موخه په لاسته راوړلو کې ډېره مرسته کولای شي او تر ډېره هڅه شوې ده چې له همدې لارې په هغو هیوادونو کې چې له نظامي لارې دولت جوړونه پکې کېږي، لیبرل ډیموکراسي دود کړل شي ځکه چې په افغانستان کې تر مداخلې پورې په لوېدیځو دولتونو او مهمو اکاډمیکو ادارو کې یو غالب فکر دا و چې که د نړۍ هیوادونه د لیبرل ډیموکراسۍ او د سوداګرۍ ازاد مارکیټ ولري، نو د هیوادونو تر منځ به شخړې کمې شي ځکه چې د دې فکر (Democratic Peace Theory) له مخې ډیموکراسۍ له یوه-بل سره جګړه نه کوي.

د همدې باور له مخې د لوېدیځو هیوادونو په بهرنۍ پالیسۍ کې یوه مهمه برخه په نورو هیوادونو کې د ډیموکراټیکو دودونو او جوړښتونو رامنځ ته کول، هغو ته وده ورکول او حکومتي سیسټمونه د لیبرالې ډیموکراسۍ پر اساساتو جوړول و. په افغانستان کې د متحده ایالاتو او لوېدیځو هیوادونو د همدې معیارونو پر اساس د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د ډیموکراسۍ نوي بنسټونه کېښودل شول او له ګڼو لارو د دې بنسټونو د پیاوړي کولو او ساتلو هڅه وشوه. دا چې دا بدلون تر یوې جګړې وروسته راغلی و او په افغانستان کې تقریبا له لومړي سره حالات جګړییز و، نو تر نظامي اغېز لاندې هڅه وشوه چې راغلي پوځونه تر جګړې هاخوا ته د حکومتولۍ چارې او بنسټونه هم سمبال کړي او په دې لړ کې بهرني پوځ نه یوازې نظامي دندې مخته وړې، بلکې په بیا رغونه، له ولسي خلګو سره په اړیکو او د ولس او حکومت تر منځ د اړیکو په جوړولو کې هم ونډه درلود او د دې لپاره نه یوازې پوځ ته بودجه ورکول کېده بلکې د پوځ په ټولیو کې د ولسي او ان سیاسي تعاملاتو لپاره ځانګړي بودجوي واحدونه جوړ شوي وو.

په دې توګه شل کاله هڅه وشوه چې د جګړې تر څنګ د ډیموکراټیکو اساساتو او ارزښتونو پر بنا دولت جوړونه وشي. مګر لکه وړاندې چې مو یادونه وکړه، پوځي کارپوهان او د سیاسي علومو ځیني پوهان د دولت پر دې ډول جوړونه نیوکې لري او له څو ځانګړو بېلګو پرته نورې ټولې دا ډول هڅې ناکامې ګڼي. ادم وینیش (Adam Wunische) چې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۰ پورې یې په افغانستان کې دوه پوځي ماموریتونه ترسره کړي او اوس مهال په پوځي او امنیتي برخه کې د څېړونکي او شنونکي په توګه کار کوي، یو کتاب (Unwinnable Wars Afghanistan and the Future of American Armed Statebuilding) لیکلی او په دې کې یې په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر ناکامۍ او په ټوله کې د متحده ایالاتو له لوري د وسلوالې دولت جوړنې پر ناکامیو او نه عملي کیدنې بحث کړی دی. نوموړی په دې اند دی چې وسلواله دولت جوړونه نشي بریالي کېدلای او د دې برخلیک ناکامي ده، هغه که هر ځای وي.

د نوموړي په اند، په افغانستان کې ګڼ داسې شرایط وو چې له امله یې د دولت جوړونې دا پروسه ناکامه شوه. د ده په اند په دې کې لومړۍ د پام وړ موضوع په افغانستان او یا بل هر ځای کې تر دولت جوړونې وړاندې یو لړ له مخکې موجود شرایط دي چې د هغو بدلېدل شوني نه دي او همدا شرایط د داسې دولت جوړونې د پروسې د بریالیتوب برخلیک ټاکي. ښاغلی ادم په دې اند دی چې د افغانستان غرنۍ او پیچلې جغرافیه، قومي جوړښتونه، تهدیدوونکي ګاونډیان (په ځانګړې توګه پاکستان) او په بېلابېلو کچو د هیواد او ټولنې کم ظرفیت هغه شرایط وو چې په افغانستان کې د دولت جوړنې تر پروسې وړاندې موجود وو او دې شرایطو داسې ننګونې رامنځ ته کولې چې حل لاره یې ډېره سخته او ان ناشونې وه. د بېلګي په توګه نوموړی په دې اند دی چې د افغانستان غرنۍ جغرافیې له طالبانو سره د هغوی په بریالیتوب کې ډېره مرسته وکړه او په دې جغرافیه کې هر ځای ته په هغوی پسې تګ او د هرې لارې کنټرول ډېر سخت او ناشونی کار و.

همدا راز، نوموړی په دې اند دی چې د دولت جوړونې لپاره ماموریتونه د هغو هیوادونو تر سیاسي محدودیتونو لاندې ترسره کېږي چې پوځونه یې د دولت جوړونې په پروسه کې بوخت وي. ښاغلی ادم زیاتوي چې دولت جوړونه لسیزې وخت اخلي، خو د مداخله ګرو هیوادونو سیاستوال دومره وخت نه لري او له همدې کبله د دولت جوړونې پروسه ټکنۍ کېږي او په کومه توګه چې باید کار وشي، هغسې کار نشي کېدلای. په ځانګړې توګه کله چې د دولت جوړونې تر څنګ جګړه هم روانه وي او مداخله‌ګر ځواکونه تلفات هم ویني، په کور دننه سیاسي فشار لا زیاتېږي او دا چاره دا هیوادونه اړ کوي چې د دولت جوړونې پروسه پر نیمایي پرېږدي او ترې ولاړ شي، له همدې وجه نوموړی په دې پروسه کې وخت ډېر مهم بولي چې د ده په وینا، هیڅ هیواد هم نشي کولای دې پروسې ته دومره زیات وخت ورکړي.

له دې سره-سره، د نوموړي په اند د دولت جوړونې په پروسه کې یوه بله ننګونه داده چې پوځ ته داسې دندې ورکړل شوې وي چې اصلا دا د هغوی دندې نه وي، نه پکې هغوی بشپړ تخصص لري او نه دلچسپي. د ده په اند په دې توګه د ادارو تر منځ یو داسې اختلاط را پیدا کېږي چې پوځ نه پوهېږي ملکي کار وکړي او که پوځي، او ملکي ادارې هم له همداسې اندېښمنوونکي وضعیت سره مخ وي، ځکه چې پوځ له خپل جګړییز ماموریت سره-سره په سیاسي او د حکومتولۍ په ملکي چارو کې هم ښکېل وي. په دې لړ کې نوموړی یو مثال په افغانستان کې د (Provincial Reconstruction Teams یا هم PRTs) ورکوي چې که څه هم دا پوځي ډلګۍ وي خو په حقیقت کې د دوی ماموریت ملکي و او د بیا رغونې، حکومتولۍ او مرستې ویشنې په برخه کې یې فعالیت کاوه. د ده په وینا، د دې کار اغېز ډېر کم و، ځکه چې د خپل کار او فعالیت سمه څارنه یې نشوای کولای او په ډېری مواردو کې یې خپلې پیسې په داسې توګه لګولې چې نه یوازې فساد ترې پیدا کېده بلکې جنګسالاران پرې تقویه کېدل. د یادونې وړ ده چې پر دې ماموریت ډېری افغان سیاستوالو هم نیوکې درلودې او د افغانستان د پخواني حکومت یوه چارواکي محمد عمر داودزي هم په خپل کتاب (بې سانسوره؛ د افغانستان د سقوط کیسه) کې د سیمه‌ییزې حکومتولۍ د ناکامۍ یو علت پي ار ټي یاد کړی او ویلي یې دي چې د سیمه‌ییزې حکومتولۍ دندې یې مخته وړې او له همدې وجې نه یوازې د سیمه‌ییزې حکومتولۍ ظرفیت رالوړ نشو بلکې باور هم پرې کم شو.

یوه بله نکته چې ښاغلی ادم ورته په افغانستان کې د دولت جوړونې په پروسه کې اشاره کوي داده چې متحده ایالاتو د پولیسو روزنه له افراطیت سره د مقابلې له لیدلوري کوله او په دې توګه د دې پر ځای چې په ټولنه کې پولیس خپل رول ته متوجې شي او پر همدې اساس وروزل شي، مګر جګړې ته چمتو کېدل او روزل کېدل. له همدې امله د دې پر ځای چې د افغانستان پولیس د خلګو باور تر لاسه کړي، د خپل جګړییز رنګ له وجې ترې خلګو ډار کاوه.

که څه هم ښاغلی ادم په دې باور دي چې په هیوادونو کې د بدلون راوستلو او د هغو د ثابت ساتلو لپاره له نظامي لارې دولت جوړونه حل لاره نه ده، خو دا مني چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په جرمني، جاپان او تر یوه حده ایټالیا او اتریش کې له دې لارې د دولت جوړونې بریالۍ تجربې شوې دي. مګر د نوموړي په اند، تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په دې هیوادونو کې داسې ځانګړي شرایط رامنځ ته شوي و چې همدا ډول دولت جوړونې ته مساعد و، خلګ له تېرو رژیمونو په تنګ و، د ټولنې ټول بنسټونه نړېدلي و او په دې تړاو د هر ډول مثبتې مداخلې هرکلی کېده. همدا راز نوموړی وایي چې جرمني او جاپان تر دې جګړې وړاندې پرمختللي صنعتي هیوادونه وو او په بشري لحاظ یې هغه ټول ظرفیت درلود چې وکولای شي دغسې یوه پروسه په خپل هیواد کې بریالۍ کړي، مګر نوموړی وایي چې په افغانستان کې دغسې ظرفیت نه و او د داسې ظرفیت روزنه یوازې په یوه یا دوو لسیزو کې نشي کېدلای او نه هم په سمه توګه وشوه.

که څه هم د دولت جوړونې پر دې ماډل پراخې نیوکې موجودې دي او یوه نیوکه په دې لړ کې دا هم کېږي چې له دې لارې په افغانستان او عراق کې د لیبرل ډیموکراسۍ د ترویج کومه هڅه وشوه، دا یوه اشتباه وه او دا ټولنې لا هم دې ته نه وې تیارې او د دولت جوړونې په دې پروسه کې باید ډیموکراسي یو اوږدمهالی هدف وای او دې ټولنو باید تر هغه ځایه طبیعي مزل کړی وای. د همدې زاویې له اړخه ځیني کسان لا هم د دولت جوړونې د دې ماډل دفاع کوي او هغوی وایي چې په افغانستان کې د دې پروسې د تطبیق په پروسه کې ځیني اشتباهات شوي دي لکه څرګنده ستراتېژي موجوده نه وه، یا هم افغانستان ته کافي منابع ورنه کړل شول او نه هم ورسره اوږدمهالی تعهد موجود و. په همدې لړ کې یوه نیوکه دا هم ده چې ځینو سیاسي نیمګړتیاوو ته بشپړه رسیدګي ونشوه، لکه جنګسالارانو ته زیات وخت ورکړل شو او د هغوی اغېز ختم نه کړل شو، پاکستان د طالبانو د ملاتړ له وجې په سم ډول ونه پوښتل شو او د افغان حکومت ظرفیت لوړونې ته هغسې پاملرنه ونشوه لکه چې باید شوې وای. په دې لړ کې نیوکه کوونکي دا زیاتوي چې د دولت د قوي ادارو تر جوړولو وړاندې د ډیموکراسۍ د پلي کولو هڅه وشوه چې د دوی په اند یوه ډېره خامه هڅه وه.

افغانستان د خپل تأسیس له پیله د دولت جوړونې په برخه کې له ننګونې سره مخ دی، یا یې هم د نورو ښکېلاګرو ځواکونو په وړاندې خپل دولتي بنسټونه بایللي دي او یا هم له داخله د کورنۍ جګړې او اختلافاتو له امله شړېدلي دي او همدا وجه ده چې حد اقل په وروستیو پنځو لسیزو کې افغانانو ونشوای کولای چې په خپل هیواد کې یو ثابت دولت رامنځ ته کړي او په دې لړ کې د نړیوالې ټولنې د دولت جوړونې وروستۍ پروژه هم ناکامه شوه او یو ځل بیا پوښتنه داده چې دا ځل به افغانان څرنګه توانېږي چې د یوه داسې ثابت دولت بنسټونه کښېږدي چې هم دوام وکړي او هم یې تر چتر لاندې ټول افغانان له جګړې پرته په سولییزه فضا کې ژوند وکړای شي. د دې بحث په لړ کې په خپله د افغانانو تر منځ یو ملي ډیالوګ په کار دی چې پر دې تاریخي-ملي معضلې بحث وکړي او هغه ریښې ومومي چې له امله یې افغانستان ثابت دولت نشي لرلای او حل‌لارې یې پیدا کړي.