close

په هلمند کې سیند ته د کښتۍ لوېدو له امله ۱۲ کسان مړه شوي

اطلاعات روز: په هلمند ولايت کې ځايي مسوولين وايي چې د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې یوه کښتۍ چې دېرش تنه پکې سپاره وو، غرقه شوې او له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۲ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د هلمند ولايت د اطلاعات کلتور رياست رییس حافظ عبدالباري راشد وايي چې پيښه نن سهار (جمعه، ۳۱ د زمري) مهال د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ په «پنجاو دو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياتوي چې په دې کښتۍ کې یوه ډله خلګ چې له ګرمسیر ولسوالۍ څخه ناوې ولسوالۍ ته روان وو، خپل ټراکټور او ټیله یې په کښتۍ کې بار کړي وو او غوښتل یې له سیند څخه پورې وزي.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې درې ښځې او نهه ماشومان مړه شوي دي.

هغه ويلي چې ۱۴ نور کسان له اوبو روغ را ايستل شوي دي.