close

د طالبانو ژمنې او د خلکو دوامدار کړاو؛ کونړ کې خلک د اساسي پُلونو له نشتون سر ټکوي

د کونړ د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، چې د سیند پر سر اساسي پُلونه نه لري چې له امله یې زرګونه کورنۍ د تګ ـ راتګ پر مهال له جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

په دې ولایت کې سرکاڼو، نورګل، شیګل، شلتن، اسمار، دانګام، ناړۍ، پېج دره، چپه دره او وټه پور هغه ولسوالۍ دي چې ځايي خلک یې د سیند اوبو پر سر د اساسي پُلونو پرځای د کیبلي پُلونو، کښتیو او ټوپانو پرمټ په ستونزو تګ ـ راتګ کوي. 

دوی نیوکه کوي چې په ځلونو یې د دغې ستونزې د حل لپاره غوښتنې کړي، خو په خبره یې د پرځېدلي جمهوریت ترڅنګ د طالبانو حاکم رژیم یې دې ستونزې ته رسېدنه نه ده کړې.

ناړۍ د کونړ مرکز اسعداباد ته په ۸۰ کېلو مترۍ کې پرته یوه له هغو ولسوالیو ده چې د کونړ سرشاه سیند دواړو غاړو ته یې لسګونه زره خلک ژوند کوي. 

د دې ولسوالۍ خلک وايي، د سیند اوبو پرسر د اساسي پُل د نشتوالي له امله له کیبلي زانګو ګټه اخلي، خو د اوړي په موسم کې د اوبو ډېروالی یې ان د سر په بیه تمامېږي. 

دوی وايي، شته کیبلي زانګو یې هم په شخصي لګښت جوړه کړې چې د ډېرې مودې له تېرېدو وروسته یې ګڼې برخې تخریب شوي چې د تګ ـ راتګ پر مهال مېرمنې، ماشومان او سپین ږیري له پله د غورځېدو له ګواښ سره مخ وي. 

د ناړۍ ولسوالۍ د سونګل سیمې اوسېدونکي محمد رفیق له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ له سینده پورې غاړه یو، د تګ ـ راتګ لپاره مو په خپلو شخصي امکاناتو کیبلي زانګو جوړه کړې، پر دې زانګو تګ هره شېبه د مرګ ګواښ دی، ماشومان، سپین ږیري او زنانه مو په اسانۍ نه شي اوښتی، د اوړي په موسم کې اوبه بېخي ډېرې وي او پر دې پله تګ ـ راتګ له ژوند سره لوبې کول دي.»

ناړۍ ولسوالۍ سونګل سیمه چې ځايي خلک یې د سیند اوبو پر سر د اساسي پله د نشتوالي له امله د کیبلي زانګو پر مټ تګ ـ راتګ کوي/ اطلاعات روز ته استول شوی

د ناړۍ ولسوالۍ د سونګل کلي اوسېدونکي زیاتوي، چې د سیند اوبو پر سر د اساسي پُل د نشتوالي له امله ګڼ کلیوال د اوبو خوراک شوي او لا هم ورځ بلې ته د پله د خرابوالي له امله د زرګونه انسانانو ژوند په خطر کې دي. 

دوی وايي، د اوړي په موسم کې د اوبو د زیاتوالي له امله د ښوونځیو زده کوونکي پر دې کیبلي پله تګ ـ راتګ نه شي کولی چې له همدې امله د زده کوونکو ښوونیز بهیر هم ټکنی وي. 

د ناړۍ ولسوالۍ بل اوسېدنکي عبدالوهاب له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «د سیند دواړو غاړو ته اووه ـ اته لوی کلي پراته دي، زرګونه خلک اوسېږي، تر اوسه زمونږ څلور کلیوال له دې زانګو غورځېدلي او مړه شوي، نور ډېر زخمیان شوي، اوړي کې په سیند کې اوبه دومره ډېرې شي چې د پله پایې او کیبلونه د تخریب له ګواښ سره مخ وي، هر چاته د تګ ـ راتګ پر مهال خطر وي، په همدې پله ماشومان مکتبونو ته ځي ـ راځي، خو د اوبو د زیاتوالي له امله ښوونځي ته نه شي تللی او ښوونیز بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ وي.» 

ناړۍ ولسوالۍ په سونګل سیمه کې د اساسي پله د نشتوالي له امله زرګونه انسانان له جدي ننګونو سره مخ دي او پر کیبلي زانګو د تګ ـ راتګ پرمهال د مرګ له ګواښ سره مخ وي/ خواله رسنۍ

یوازې ناړۍ نه ده چې د اساسي پله د نشتوالي له امله د کیبلي زانګو پرمټ له سینده پورې وځي، بلکې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې اوسېدونکي هم د پله د وېجاړېدو له امله پر کیبلي زانګو تګ ـ راتګ کوي چې هره شېبه د مرګ له ګواښ سره مخ وي. 

د دې سیمې اوسېدونکي له تېرو دوو کلونو راهیسې د پشد پول وېجاړ شوی او اووه میاشتې وړاندې د طالبانو له لوري د جوړولو چارې پیل شوې، خو په خبره یې له پرانیستې وروسته یې تر اوسه یوه خښته په بله نه ده اېښودل شوې. 

د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې اوسېدونکی نوید سادات له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ د پشد پُل چې جمهوریت کې جوړ شوی و، دوه کاله وړاندې یې یوه پایه وغورځېده او د خلکو له تګ راتګ پاتې شو، اته میاشتې وړاندې طالبانو د دې پله د جوړولو کارونه شروع کړل، رسمي افتتاح یې وکړه، خو تر اوسه یې درک نشته، یوه تیګه یې په بله نه ده ایښې، پشد کې زرګونه کورنۍ اوسېږي، زرګونه خلک له جدي مشکل سره مخامخ دي، اوس د کیبلي زانګو په وسیله تګ ـ راتګ کوو؛ خو نه مریض انتقالولی شو، نه ماشومان، نه زنانه او نه هم سپین ږیري، ډېر زیات مشکلات دي.» 

کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد پُل چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې یوه ستن نړېدلې او د طالبانو په دویم کال له تګ ـ راتګ ولوېد، اوس ځايي خلک پر دې سیند د کیبلي پله پر مټ د سیند له یوې غاړې بلې ته اوړي/خواله رسنۍ

 په همدې حال د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکي هم شکایت کوي، چې د سیند اوبو پر سر د پله د نشتوالي له امله له جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي. 

دوی وايي، د تېر جمهوري نظام ترڅنګ د طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ورسره ګڼې ژمنې شوي؛ خو په خبره یې تر اوسه په دې برخه کې هېڅ عملي ګام نه دی پورته شوی. 

د وټه پور ولسوالۍ د کرمول سیمې اوسېدونکی جمال ناصر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ په ساحه کې اساسي پُل نشته، د لرګیو پُل مو جوړ کړی، موټر پرې نه شو تېرولی، پیاده تګ راتګ کوو، هغه هم ډېر په مشکله، د جمهوریت له دورانه راسره وعدې کېږي چې پُل درته جوړېږي؛ خو تر اوسه یې د پُل لپاره سروې هم نه ده کړې.» 

د کونړ خلک وايي، د سیند اوبو پر سر د اساسي پُلونو د نشتوالي له امله یې ګڼ انسانان د اوبو خوراک شوي، خو نیوکه کوي چې له دې ټولو قربانیو سره سره یې پر سترګو خاورې شیندل کېږي. 

دوی د طالبانو پر مرکزي حکومت سربېره له نړۍ‌والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت په ټولو لېرې پرتو ولسوالیو کې دې د سیند پر سر د بنسټیزو پُلونو پر جوړولو خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. 

د کونړ د مرکز اسعداباد اوسېدونکی حضرت ګلاب له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «کونړ کې په هره ولسوالۍ کې د سیند اوبو پر سر د پله د نشتوالي ستونزه جدي ده، زرګونه کورنۍ له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، له کلونو راهیسې د حکومتونو له لوري ژمنې کېږي، خو تر اوسه یې یوه ژمنه هم نه ده پوره شوې، زما غوښتنه دا ده چې حاکم رژیم او نړۍ‌والې ادارې د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي او په دې برخه کې د خلکو شته ستونزو ته د حل لارې ولټوي.» 

موږ هڅه وکړه چې په کونړ کې د سیند اوبو پرسر د بنسټیزو پُلونو د نشتوالي، د خلکو د ستونزو او شکایتونو په تړاو کونړ کې د طالبانو د ځايي مسوولینو نظر هم ولرو، خو د دغه ولایت د ټولګټو ریاست طالب مسوولینو د اطلاعات روز ورځپاڼې اړیکې ته ځواب ورنه کړ.

د کونړ د یو شمېر اوسېدونکو د معلوماتو له مخې د تېر شل کلن جمهوریت پر مهال د کونړ په ګڼو برخو کې اوسنیو حاکمو طالبانو هغه کیبلي، لرګین او اساسي پُلونه چې خلکو پرې تګ ـ راتګ کاوه په بمونو الوځولي و او زرګونه ځايي کورنۍ یې له جدي ننګونو سره مخ کړي.

د کونړ خلک غوښتنه لري چې طالبان دې د خپلو تېرو جنایتونو او وطن ضد فعالیتونو د جبران لپاره شته ستونزو ته د حل لپاره بېړني او جدي ګامونه پورته کړي.