close
Photo: Social Media

د امریکا د مذهبي چارو کمیسیون: طالبانو په افغانستان کې مذهبي ازادي له منځه وړې

اطلاعات روز: د امریکا د نړيوالې مذهبي ازادۍ کمېسيون د افغانستان د مذهبي لږکيو د ملاتړ غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې طالبانو په دغه هېواد کې مذهبي ازادي له منځه وړي ده.

دې کمېسيون نن (چهارشنبه، ۵ د وږي) په يوه اعلاميه کې ويلي چې طالبانو تر اوسه له اسلامه خپل يوازينی تفسیر پر خلکو تپلی دی، څو هغه کسان چې ديني نظرونه يا باورونه يې توپير لري تر خپل واک لاندې راولي او په نښه کوي یې.

د امریکا د مذهبي چارو د کمېسيون مشرې ويکي هارتزلر ويلي: «طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په بشپړه توګه په افغانستان کې مذهبي ازادي له منځه وړې ده.»

هغې د کډوالو د شړلو موضوع ته په اشارې ويلي چې د افغانستان ټول وګړي، په ځانګړې توګه مذهبي لږکي که ستانه شي، له سختو خطرونو سره مخ دي، لکه خپل‌سري بندي کېدنه او جسمي سزاګانې.

د امریکا د مذهبي چارو د کمېسيون مشرې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» قانون ته هم اشارې کړې او ويلي يې دي چې دا قانون يو «سخت‌ګير او ظالمانه نظام» تپي، ښځې له ټولنيز ژوند څخه باسي او مذهبي لږکي له سختو ګواښونو سره مخامخوي.

دې کمېسيون په خپله اعلاميه کې د امریکا د حکومت د هغو بحثونو په اړه چې د راتلونکي مالي کال لپاره د کډوالو د منلو کچه ټاکي، غوښتنه کړې چې د هغو افغان وګړو لپاره کافي ظرفيت ځانګړی شي چې د مذهبي ځورونې له امله تښتي.

دې کمېسيون د امریکا له کانګرسه غوښتنه کړې چې داسې قانون تصويب کړي چې د طالبانو له سختو ګواښونو سره مخ مذهبي ډلو ته د «لومړيتوب ۲ (P-2)» لاره برابره کړي، څو دوی وکولای شي په امریکا کې د پناه غوښتنه وکړي.

د امریکا د مذهبي چارو د کمېسيون مرستيال عاصف محمود ويلي: «په داسې حال کې چې د ټرمپ حکومت د پناه غوښتنې د پاليسۍ د بيا رغونې هڅې کوي، کمېسيون د افغانستان لپاره د موقتي ساتنې د وضعيت (TPS) بیا غوښتنه کوي، څو هغه کسان چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي، په ځانګړې توګه ښځې خوندي پاتې شي ځکه د دوی بنسټيز حقوق د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له منځه ځي.»

هغه زياته کړې: «د افغانستان مذهبي لږکيو ته په لومړيتوب ورکولو سره د دين يا عقيدې د ازادۍ په اړه حکومت او کانګرس خپل تعهد څرګندوي.»

د امریکا د نړيوالې مذهبي ازادۍ کمېسيون تر دې وړاندې هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د مذهبي ازادۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

دې کمېسيون د همدې مياشتې په لومړيو کې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» د قانون په اړه راپور خپور کړ او د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ته يې سپارښتنه وکړه چې افغانستان د مذهبي ازادۍ د پراخو او سيستماتيکو سرغړونو له امله د ځانګړې اندېښنې د هېوادونو په لېست کې شامل کړي.

طالبانو پر افغانستان تر بيا ځلې واکمنېدو وروسته پر مذهبي ازادۍ پراخ بنديزونه لګولي دي.

دې ډلې په ځانګړي ډول د هزاره شيعه‌ګانو د مذهبي مراسمو پر ترسره کولو پراخ محدوديتونه لګولي او د يو شمېر نورو مذهبي ډلو غړي يې هم نيولي او ځورولي دي.