که څه هم کونړ او نورستان د اوبو له درکه د غني ولایتونو له ډلې شمېرل کېږي؛ خو تر اوسه حکومتونو په دغو ولایتونو کې د بنسټیزو برېښنا بندونو د جوړولو عملي ګامونه نه دي پورته کړي او نه یې هم په دې برخه کې د خصوصي سکتور ملاتړ کړی دی.
په دې ولایتونو کې یو شمېر کسانو پر خپلو شخصي لګښتونو د خپلو اړتیاوو پوره کولو او ستونزو د حل په موخه کوچني برېښنا کوټونه جوړ کړي؛ خو شکایت کوي چې سیمهییز طالبان ترې د مرمۍ په زور باج اخلي او خپلو کورونو ته یې مزي هم غځولي، چې دې چارې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.
دوی وايي، که د طالبانو غوښتنو او فشارونو ته غاړه کېنږدي د برېښنا کوټونو د فعالیت اجازه نه ورکوي.
د کونړ د وټهپور ولسوالۍ د «قرو» کلي اوسېدونکی حضرت میر چې شاوخوا شل کاله وړاندې یې په شخصي لګښت کوچنی برېښنا کوټ جوړ کړی شکایت کوي، چې سیمهییز طالبانو ترې برېښنا تېره کړې او باج ترې هم اخلي.
دی وايي، پر دغه برېښنا کوټ یې څلورسوه زره افغانۍ لګښت کړی چې پرمټ یې د سیمې لسګونه کورنیو ته برېښنا برابره کړې؛ خو طالبانو ترې په زور مزي غځولي چې پر دوی برېښنا کمه او له ستونزو سره یې مخ کړي دي.
نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ما د کرزي په حکومت کې دلته هغه وخت په ۴ لکه افغانیو د برق بند جوړ کړ، شاوخوا ۵۰ کورونو او یوه جومات ته مو برق برابر کړی، مازدیګر ناوخته یې چالانوو او سهار له لمانځه وروسته یې بندوو؛ خو اوس طالبانو رانه په زور خپلو کورونو ته برق تېر کړی، پر مونږ یې نیمايي برق قطع کړی، له دې سره سره رانه په جبر او زور پیسې هم اخلي، که یې ورنه کړو سل رقم دسیسې او مشکلات راته جوړوي.»
یوازې حضرت میر نه دی چې وټهپور ولسوالۍ کې یې پر خپل شخصي لګښت کوچنی برېښنا کوټ جوړ کړی؛ بلکې یو شمېر نورو هم خپلو سیمو کې دا ډول برېښنا کوټونه جوړ او خپلې ستونزې یې پرې هوارې کړي.
د دې ولسوالۍ د کټار سیمې اوسېدونکی ظفر ګل وايي، لسیزې وړاندې یې د غلو دانو د اوړه کولو په موخه د اوبو پرمټ چلېدونکې ژرنده جوړه کړې وه چې د طالبانو د تېر رژیم له پرځېدو وروسته یې د برېښنا د تولید بل ډاینمو هم فعاله کړ، ترڅو خپل او د کلیوالو کورونه د برېښنا له نعمت برخمن کړي.
دی وايي، اوبه پرېمانه بهېږي او ده هم د برېښنا کوچنی بند جوړ کړ؛ خو اوس طالبانو له ستوني نیولی، هم ترې برېښنا او هم ترې په زور باج اخلي.
د کټار سیمې اوسېدونکی ظفر ګل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «طالبان وايي، اوبه مفته دي، تاسې که برق جوړوئ، نو باید پیسې ورکړئ، پر کوچني بند مونږ خواري کړې، لکونه پیسې مې مصرف کړي؛ خو اوس دوی راځي د ټوپک د شپېلۍ په زور رانه د برق مزي تېر کړي او د برق بیلونه هم دوی ټولوي او له نیمې زیاتې پیسې رانه اخلي.»
دوی دغه راز نیوکه کوي چې د سیمهییزو طالبانو له لوري له دوی د باج او په زور د برېښنا تېرولو په تړاو کونړ کې د طالبانو ولایتي چارواکو ته په شکایت ورغلي؛ خو په خبره یې طالب چارواکو د لیدنې وخت نه دی ورکړی.
د برېښنا کوټونو خاوندان وایي، که طالبان ترې له باج اخېستو او د برېښنا غځولي مزي را ټول نه کړي اړ دي چې خپل برېښنا کوټونه غیر فعال کړي.
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د دوکلام سیمې اوسېدونکي محمد شاه چې په خپله سیمه کې یې د سیند اوبو پرمټ کوچنی برېښنا کوټ جوړ کړی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي: «مونږ څو ځلي ولایت ته د طالبانو والي ته ورغلو چې دا موضوع ورسره شریکه کړو؛ خو دوی راته وخت رانکړ، زمونږ شکایت یې وانه ورېده، نه مو څوک د شکایت اورېدو دي، که چېرته زمونږ مشکل ته رسېدنه ونه شي، مونږ مجبور یو چې خپل برق بندونه بند کړو؛ ځکه مونږ ته تاوان کوي، نه راته پیسې پاتې کېږي نه برق، مونږ هغه وخت په لکونه پیسې لګولي او دوی اوس راځي په مفته کې برق او پیسې اخلي، وايي اوبه مفتې دي او تاسې مکلف یاست چې باج او برق ورکړئ.»
بل پلو نورستان کې هم یو شمېر ځايي خلک چې پر خپل شخص لګښت یې برېښنا کوټونه جوړ کړي شکایت کوي، چې د طالبانو د لاسوهنو او باج اخېستنې له امله له خصوصي پانګونې زړه توري شوي.
دوی وايي، نه یوازې طالبان ترې باج او برېښنا اخلي؛ بلکې خلکو ته د نویو کوچنیو برېښنا کوټونو د جوړولو اجازه هم نه ورکوي.
د نورستان د وانټ ولسوالۍ اوسېدونکی جمال ناصر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زمونږ یوه کلیوال کوچنی بند برق جوړ کړی، ۲۵ کورونو ته برق ورکوي؛ خو اوس طالبانو د لسو کورنیو لپاره برق غواړي، پیسې هم غواړي؛ خو اصل مسئله دا ده چې دوی نوره اجازه نه ورکوي چې څوک بند برق جوړ کړي؛ ځکه وايي یا به نیم برق او نیمې پیسې مونږ ته راکوئ او یا به بند برق نه جوړوئ، ما غوښتل یې چې یو بند برق جوړ کړم؛ خو اوس مجبور یم له دې خیر کار هم لاس په سر شم.»
کونړ او نورستان کې د خصوصي برېښنا کوټونو خاوندان د طالبانو له مرکزي حکومت غوښتنه کوي چې د طالبانو له لوري دوی ته د جوړو شویو ستونزو د حل په موخه دې بېړني ګامونه واخلي.
دوی زیاتوي، که طالبان دوی ته د انرژۍ د تولید زمینه نه شي برابرولی باید د دوی د کوچنیو هڅو له ډب کولو دې لاس واخلي.
د نورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکي سید امیر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ولایت ته خو په تګ ـ راتګ ستړي شوو، دلته اوبه زیاتې دي، هر څوک کولی شي په شخصي مصرف ځانته آبي برق جوړ کړي او خپل مشکلات حل کړي؛ خو دوی په مونږ دا دروازه هم بندوي، خپله خو راته زمینه نه برابروي، زمونږ د کوششونو مخه هم نیسي.»
اطلاعات روز ورځپاڼې هڅه وکړه چې کونړ او نورستان کې د طالبانو له لوري له خلکو د برېښنا بندونو پرسر د باج او برېښنا مزو غځولو، د خلکو شکایتونو، نیوکو او غوښتنو په تړاو په دغو ولایتونو کې د مسوول طالبانو نظر هم ولري؛ خو له پرله پسې هلوـ ځلو سربېره هم دوی زموږ اړیکې ته ځواب نه کړې.
کونړ او نورستان ولایتونو کې داسې مهال د کوچنیو برېښنا کوټونو خاوندان د طالبانو له لوري له دوی له باج اخېستنې او برېښنا مزو غځولو شکایت کوي، چې له تېرو څه باندې درېیو کالو راهیسې د کونړ په وټهپور ولسوالۍ کې مناګي برېښنا کوټ له فعالیته غورځېدلی دی.
د دغه برېښنا کوټ له فعالیته غورځېدو له امله په کونړ کې څه باندې دیرش سلنه صنعتي کارخونې په ټپه ولاړې دي او صنعت کاران د خپلو کارخونو د فعالیت په موخه له جنراتوري برېښنا کار اخلي چې له امله یې هره ورځ زرګونه افغانۍ تاوان پرې کوي.
د معلوماتو له مخې د مناګي برېښنا کوټ د ۲.۱ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې په فعالېدو سره به یې شاوخوا اته زره کورنیو او لسګونه صنعتي کارخونو ته برېښنا ورسوي.