اطلاعات روز: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د اوبو نړیوالې اونۍ په پای کې په افغانستان کې د اوبو کمښت بحران په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دې ننګونې سره د مبارزې لپاره ژمن دی.
دې دفتر نن سهار (پنجشنبه، ۶ د وږي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «د اوبو د نړيوالې اوونۍ په پای کې زموږ فکرونه د افغانستان له ولس سره دي. د اوبو کموالی یوه حیاتي اندېښنه ده، په ځانګړې توګه په کابل کې، ځکه چې دا ستونزه له خوراکي خوندیتوب څخه نیولې تر عامې روغتیا پورې پر هر څه اغېز کوي.»
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر زیاته کړې، چې له دې ننګونې سره د مبارزې لپاره ژمن دی او په ټول افغانستان کې له خپلو همکارانو سره په فعاله توګه د اقلیم بدلون د تطابق، کرنې، روغتیا، د خوړو خوندیتوب او د بېرته راستنېدونکو او کورنیو بېځایه شویو د ملاتړ په برخه کې کار کوي.
یاد دفتر زیاته کړې: «دا یوه ګډه مسوولیت دی. لکه څنګه چې موږ د دې اوونۍ په اړه غور کوو، غواړو داسې یو بحث پیل کړو چې څنګه کولای شو په ګډه د اوبو اغېزمنه کارونه یقیني کړو او د راتلونکې نسل لپاره یو پایدار راتلونکی جوړ کړو.»
افغانستان له کلونو راهیسې د پرلپسې وچکالۍ سره لاس لو ګریوان دی.
په همدې حال کې بیا د کابل ګڼ نفوسه ښار د اوبو د کمښت له سخت بحران سره مخ دی. کارپوهان خبرداری ورکوي چې ښایي کابل په راتلونکو پنځو کلونو کې له اوبو بې برخي شي.