close

پر خوست د پاکستان هوايي بریدونه؛ درې ماشومان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي

اطلاعات روز: خوست کې د طالبانو سیمه ییز چارواکو د دې ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د پاکستان هوايي برید تایید کړی او ویلي یې دي چې په برید کې درې ماشومان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، چې تېره شپه (چهارشنبه، ۵ د وږي) شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د پاکستان بې پیلوټه الوتکې د سپیرې ولسوالۍ اړوند ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه «سورکاخ» سيمه کې د حاجي نعیم ګل په نوم د یو ځايي کس کور بمبار کړی دی.

د هغه په ​​وینا، په برید کې درې ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي دي. ګربز زیاته کړې چې د پیښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او روغتیایی وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند په وینا، چې په دې پیښه کې زیانمن کس یو عادي سوداګر دی او له کومې ډلې سره تړاو نه لري.

په ورته مهال په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې هم بې پیلوټه الوتکو هوایي بریدونه کړي او د ولسي خلکو کورونه یې په نښه کړي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې تېره شپه (دوشنبه، ۵ د وږي) ۱۱:۳۰ بجې د شینوارو ولسوالۍ اړوند «۲۸مې ویالې» سیمه کې بې بيلوټه الوتکو د شهسوار په نوم د یوه ولسي وګړي کور په نښه کړی، چې د پرلپسې بریدونو په ترڅ کې د نوموړي یوه مېرمن او درې ماشومان ټپیان شوي او دغه راز د کور درې خونې یې په بشپړ ډول ویجاړې شوي دي.

دغه راز کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکو ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د دغه ولایت د سرکاڼو، دانګام او منورې ولسوالیو پر یو شمېر سیمو هم بریدونه کړي دي.

له کله راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي پاکستان په څو ځلي په ښکاره ډول د افغانستان پر حریم یرغل کړی او دلته یې د ټي ټي پي د قومندانانو د وژلو په پلمه هوایي بریدونه ترسره کړي، چې له کبله یې بیا د کابل او اسلام اباد اړیکې پیکه شوي دي.