close

د کډوالو دوامداره راستنیدنه؛ ملګري ملتونه: افغانستان د راستنیدونکو جذب ته چمتو نه دی

اطلاعات روز: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي، چې سږ کال له ۲.۳ میلیونه څخه ډیر افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۶ د وږي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې ډیری دغه کډوال د فشار لاندې هغه هیواد ته ستانه شوي چې د دوی منلو ته چمتو نه دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي: «موږ د دوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بیړني ملاتړ غوښتنه کوو. اوس نړۍ نه شي کولی پر دې حالت سترګې پټې کړي.»

دا مهال د کډوالو د ایستلو او راستنیدو بهیر له ایران او پاکستان څخه دوام لري.

په دې وروستیو کې، له پاکستان څخه د کډوالو راستنیدل زیات شوي، او ټاکل شوې چې یو میلیون نور کډوال راوشړل شي.

ایراني چارواکي هم وايي، چې تر اوسه پورې ۱.۲ میلیونه کډوال ستانه شوي او د کال تر پایه به ۸۰۰زره نور هم افغانستان و ایستل شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، چې په تیرو دوو کلونو کې شاوخوا څلور میلیونه کډوال له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي دي.

دا مهال د راستنیدونکو لپاره تر ټولو جدي ستونزه د سرپناه نشتوالی دی. د راستنیدونکو د لویې کچې څپې له پیل راهیسې، د افغانستان ښارونه د کورونو له کمښت سره مخ شوي او د کورونو کرایې په چټکۍ سره لوړې شوې دي.