په افغانستان کې زدهکړې د بشري حقونو او ټولنیز پرمختګ لپاره یو بنسټیز اصل ګڼل کېږي، خو لا هم د هېواد په کچه د تعلیم بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ دی. د جګړو اوږده کلونه، بېوزلي، د ښوونځیو د ودانیو نشتوالی، ناامني او د نجونو پر زدهکړو د طالبانو لګېدلي بندیزونه هغه ستر لاملونه دي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې یې د زدهکړې رڼا کمرنګه کړې او د دغو ستونزو دوام نه یوازې د زدهکوونکو پر راتلونکي سیوری غوړولی، بلکې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې پر وړاندې هم لوی خنډ بلل کېږي.
د افغانستان د سويلي حوزې په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولايتونو کې تر لاسه شوي معلومات ښيي چې دا مهال دغلته تر نیمايي ډېر ماشومان له هر ډول زدهکړو بېبرخې دي، چې یو شمیر یې په درنو کارونو بوخت دي او نور يې بیا ورځ په کور او کوڅو کې په لوبو تېروي؛ هغه حالت چې د هېواد د راتلونکو نسلونو هیلې مړې کوي.
کندهار
کندهار چې اوس مهال د افغانستان يو له مهمو ولايتونو څخه ګڼل کېږي دا مهال يې تر نيمايي زياتو ولسواليو کې يوازې د ولسواليو په مرکزونو کې ښوونځۍ فعاله دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولين وایي، چې اوس مهال د دې ولايت په ۱۷ ولسواليو کې نږدې ۴۸۰ ښوونځي فعاله دي او څه کم ۳۰۰زره ماشومان پکې زده کړې کوي، خو په وینا یې چې زرګونه نور ماشومان بیا د امکاناتو د کمښت له امله له زده کړو څخه بې برخې دي.
په ورته مهال کندهار کې يو شمير فعالان د پوهنې په برخه کې پر شته حالت سختې نيوکې کوي او زياتوي چې د کندهار په دوه ميليوني نفوس کې یوازې ۳۰۰زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرول د انديښنې وړ دي.
په دې ولایت کې يو تن مدني فعال چې موږ یې مستعار نوم محمدقادر ياد کړی، وایي د ده معلومات ښیي چې دغلته د ۱۷ ولسواليو له ډلې يوازې په اته ولسواليو کې تر ۵ پورې ښوونځي فعاله دي او د پاتې ټولو ولسواليو يوازې په مرکزونو کې يو-يو ښوونځی په نمايشي ډول فعال شوی دی.
نوموړي وویل :«زموږ د کندهار نفوس اوس مهال تر ۲ ميليونه زياتيږي، خو د پوهنې رياست وايي، چې ۳۰۰زره ماشومان په زده کړو بوخت دي، دا چې په دومره لږ اندازه ماشومان زده کړې کوي دا ډيره د انديښمنې وړ موضوع ده، په دې برخه کې خپله دولت ته او عامو خلکو ته په کار ده چې زده کړو ته د لاس رسي لپاره جدي هڅې وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې څه موده وړاندې کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست ويلي و، چې د دې ولایت د ۱۷ ولسواليو له جملې څخه يوازې د ۶ ولسواليو د ښوونځیو زده کوونکي له دولسم ټولګيو څخه فارغ شوي دي.
هلمند
د کندهار په ګاونډ هلمند کې بیا د طالبانو ځايي مسوولانو وایي، چې په دغه ولايت کې اوس مهال ۶۰ سلنه ماشومان له زده کړو محروم او يوازې ۴۰ سلنه ماشومان په زده کړو بوخت دي.
هلمند کې د طالبانو د پوهنې رياست مرستيال مولوي عبدالله ذاکر وايي، چې په دغه ولایت کې ټول ۳۵۷ ښوونځي فعال دي چې ۱۸۳زره او ۶۱ زدهکوونکي پهکې زدهکړې کوي.
نوموړی تاییدوي، چې دا مهال ۶۰ سلنه ماشومان چې شمير يې دوه لکه، ۷۴زره او ۵۹۲ ته رسيږي له هره ډول زده کړو څخه بي برخې دي.
دی وایي، تازه یې هڅې پیل کړي ترڅو د ياد ولايت په نږدې ټولو ولسواليو کې نوي ښوونځي جوړ او محروم ماشومان له زده کړو برخمن کړي.
هغه وویل، چې له زدهکړو محروم دغه ماشومان ډېری یې د بهرامچې، بغني او باغران ولسوالیو دي چې هیڅ ښوونځی نهلري او اوسمهال یې د دغه ولایت په نهرالسراج، ګرمسېر، خانشین، دېشو، بهرامچه، بغني او باغران ولسوالیو کې د نوو ښوونځیو جوړېدو په تړاو مرکز ته خبر ورکړی، ترڅو دغلته نوي ښوونځي ورغول شي.
هلمند کې د طالبانو د پوهنې ریاست دغه مسوول همدا راز زیاتوي، چې اوس مهال د د دې ولايت د ۵۰ سلنه ښوونځيو استادان مسلکي نه دي او د اړتيا له مخې تدريسي چاري پرمخ وړي.
ارزګان
د هیواد په سویل کې بل ولايت ارزګان دی، چې د زده کړو روان بهير پکې په يوه ټکني حالت کې روان دی او په زرګونه ماشومان دا مهال له زده کړو څخه پاتې دي.
ارزګان کې د طالبانو د پوهنې ریاست د شميرو له مخي اوس مهال په دغلته نږدې ۱۰۰زره ماشومان په ۱۵۹ دولتي ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د پوهنې رياست ریيس مولوي شمس الله کامران وايي، چې په ټول ارزګان کې شاوخوا ۸۴ زره ماشومان چې عمرونه يې زده کړو ته برابر دي د هر ډول زده کړو څخه محروم دي.
هغه وایي، چې په تيرو دوو لسيزو کې د حکومتونو نه پاملرنه، زده کړو ته نه ليوالتيا، اقتصادي ستونزې، د تدريسي امکاناتو نه شتون هغه ستر لاملونه وو، چې ماشومان له زده کړو محروم پاتې شوي.
تر دې مخکې بیا د ارزګان لپاره د طالبانو والي په يوې غونډه کې ويلي و، چې د د دې ولايت ۷۰ سلنه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او له موسېساتو څخه يې غوښتنه کړي وه چې دغه ماشومانو ته د زده کړو برابريدو په برخه کې له دوی سره مرستې وکړي.
زابل
دغه راز په زابل کې هم د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې د دغه ولایت په ۵۰۰ کلیو کې دا مهال په زرګونو ماشومان له زده کړو څخه محروم دي.
د دغه ولايت د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو ريیس ګل ولي متقي وايي، چې له یوې خوا د ښوونکو کمښت له امله ګڼ شمېر زده کوونکي له زده کړو محروم دي او له بلې خوا بیا په ۵۰۰ کلیو کې زرګونه ماشومان شته چې دوی ورته د زده کړو برابریدو برخه کې پاتې راغلي دي.
د متقي په خبره، دغه ستونزه یې له پوهنې وزارت سره هم شریکه کړې، خو تر اوسه یې په دې برخه کې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
لاملونه
که څه هم په تير جمهوري نظام کې جګړو د ماشومانو د زده کړو مخه ډب کړې وه او ډيری ښوونځي د جکړو په ميدانونو کې وو، خو تر هغه وروسته چې طالبان واک ته رسيدلي د زده کړو بي ارزښته ګڼل، په دولتي بستونو د طالبانو ولکه او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې هیواد کې دغه برخه کمرنګه شي.
کندهار کې د محمد سليم په نوم يو ځوان چې د حقوقو او سياسي علومو برخه کې یې لوړې زده کړې کړي، وايي چې د شاوخوا يو نيم کال راهیسې اسناد په لاس په ادارو ګرځي، خو په خبره يې چې تر اوسه ورته هيڅ کاري فرصت نه دی برابر شوی.
هغه وايي، چې په دولتي ادارو کې پر نږدې ټولو بستونو طالبان او د دې ډلې خپلوان ګمارل شوي او د مسلکي کسانو سندونو او زده کړو ته څوک پام نه کوي او له همدې امله یې زړه مات او خپل اولادونه یې له زده کړو پر ځای په کار مصروف کړي دي.
نوموړی زياتوي: «کله چې په ادارو کې د کار معیار واسطه او خپلوان وي، تو زده کړې او تعليم خپله ارزښت له لاسه ورکوي او ډېر ځوانان له زده کړو زړه توري کېږي.»
د ښار او لېرې پرتو سيمو ترمنځ توپير
د سويل ولايتونو په بېلابېلو لېرې پرتو سيمو کې د ښاري سيمو په پرتله زده کړو ته څوک لاسرسی نه لري.
د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي محمدزی وايي، چې څه ډول ښوونځي په ښار کې شته په ولسواليو کې نشتون نه لري او له همدې کبله ماشومان له زده کړو پاته دي.
هغه وايي، چې نه يوازې د طالبان په حکومت کې بلکې په تير جمهوري نظام کې هم ډيره پاملرنه يوازې ښاري سيمو ته کيدله او په لېرې پرتو سيمو کې يوازې په نمايشي ډول د امتياز اخيستلو په هدف ښوونځي فعاله شوي وو.
نوموړي وویل: « زموږ په کليو کې ډېر ماشومان د ښوونځي د نشتوالي له امله بې تعليمه پاتې دي، آن داسې سيمې شته چې يو بشپړ نسل يې له زده کړو بې برخې شوی دی.»
تړل شوي محلي ټولګي
طالبانو تير کال د افغانستان په سویلي حوزه کې د يونيسف له مالي ملاتړ څخه برخمن محلي ټولګی چې له کوم دلیل پرته وتړل چې د طالبانو دغې پريکړې هم د ماشومانو پر زده کړو منفي اغيزې وکړې.
د زابل د شملزو ولسوالۍ يو اوسيدونکي ذبیح الله چې څو کاله يې یوه محلي ټولګي کې ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې وه، وايي چې په سيمه کې د محلي ټولګيو په تړل کيدو سره ۷۰ سلنه ماشومان له زده کړو بي برخې شوي دي.
هغه وايي، د دغه محلي ټولګیو تړل کيدل نه يوازې د ماشومانو راتلونکی له نامعلوم برخليک سره مخ کړی؛ بلکي په سلګونو کسان چې وړاندې په همدغه ټولګيو کې په دندو بوخت وو، بې روزګاره شوي دي.
دی زياتوي: «کله چې محلي ټولګي وتړل شول، زموږ د سیمې ډېری ماشومان له زده کړو محروم پاتې شول، او په سلګونو ښوونکي هم له خپلو دندو بې برخې او بېروزګاره شول.»
راتلونکی
که څه هم په راپور کې د ذکر شویو ولايتونو طالب مسوولين وخت پر وخت ژمنې کوي، چې په لېرې پرتو سيمو او نږدې سيمو کې به ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي، خو د څلورو کلونو په تيريدو سره لا هم په دې برخه کې هيڅ پرمختګ نه دی شوی.
په افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته زده کړه يیز چاپیريال د يوه تياره حالت سره مخامخ دی او ويره شته که پاملرنه ورته ونه شي راتلونکی به تر اوسني حالت هم خراب شي.
د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو پر بنسټ، په ټول افغانستان کې په میلیونو ماشومان له ښوونځي پاتې دي، چې لویه برخه یې نجونې جوړوي.
دغه سازمان د روان ۱۴۰۴ کال د غبرګولي مياشتي پر ۱۲مه نېټه په يوې اعلاميه کې ویلي، چې په افغانستان کې تقریبا څلور میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي. د دغه سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق په وينا، چې د څښاک پاکو اوبو، روغتیايي اسانتیاوو، د ښوونځیو د ودانیو نشتوالی او د ښوونکو او په خاص ډول د ښځینهوو ښوونکو کموالی ښوونځیو ته د ماشومانو د نه ورتګ لوی لاملونه دي.