اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو د عدلې ریاست خیریه بنسټونو ته خبرداری ورکړی، چې په زلزله ځپلو سیمو کې دې د بشري مرستو د وېش پر مهال اسلامي او افغاني ارزښتونه ته درناوی وکړي.
د دغه ولایت د رسنیو له دفتره نن (شنبه، ۱۵ د وږي) په خپره شوې خبرپاڼه پر خیریه بنستونو د مرستو د وېش پر مهال د مېرمنو په عکس او ویډیو اخیستلو بندېز لګول شوی.
خبرپاڼه کې دغه راز په جدي ډول بنسټونو ته سپارښتنه شوې چې له هغو کړنو څخه دې ډډه وکړي، چې د خلکو حساسیتونه راپاروي.
بلخوا د خیریه بنسټونو مسوولان د طالبانو یادې پرېکړې اندېښمن کړي او په وینا یې دا بندېز به له زیانمنو شویو کورونیو سره د مرستو لړۍ ټکنۍ کړي.
د یو خیریه بنسټ مسوول د نوم نه ښودلو په شرط وویل، که دوی له مرسته شویو کورنیو ویډیو او عکس وانخلي نو له بهره مرستې نشي راجلبولی او دا بندېز به ستونزې راولاړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځېنې زلزله ځپلې کورنۍ هم نیوکه کوي چې یو شمېر خیریه بنسټونه د دوی له نوم څخه ګټه پورته کوي او مرسته شوې پېسې شخصي جېبونو ته ځي.