close

د سویل غښتلی امیر او د ختیځ فعال خلیفه

بهرنیان له دواړو اړخونو سره کتنې کوي

خالد محمدي

کوم بهرني پلاوي چې افغانستان ته راځي، د خپلو لیدنو د اغېزناک کولو لپاره اړ دي چې د طالبانو د حکومت له دواړو اړخونو سره جلا-جلا ملاقاتونه وکړي. د طالبانو د سویلي ډلې (د طالبانو پر مشر ملا هبت‌الله آخوندزاده راټوله ډله) او د دې ډلې د ختیځې ډلې (د سراج‌الدین حقاني په مشرتابه) تر منځ اختلاف چې پخوا د طالبانو د حکومتي ویاندویانو له لوري بې اساسه اوزاې بلل کېدې، اوس د نړۍ نورو هېوادونو له‌ خوا یو سیاسي واقعیت ګڼل کېږي.

د بهرنیانو د دې دریځ ښکاره بېلګه په کابل کې د چین د پلاوي لیدنه وه. د چهارشنبې (۲۹ د زمري) په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي چې د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږمه درې‌ اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و، لومړی یې له ملا محمدحسن اخوند سره او وروسته له سراج‌الدین حقاني سره وکتل. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د وانګ يي او سراج‌الدین حقاني تر منځ د ګډ سرحدي امنیت، د سرحدي ځواکونو د همغږۍ او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې شوې دي، خو نور جزیات یې نه دي خپاره کړي.

له بهرنیو پلاوو سره په لیدنو کې د سراج‌الدین حقاني لپاره جلا ځای په پام کې نیول کېږي. بهرني پلاوي لومړی ارګ ته ځي او د طالبانو له لومړي وزیر له ملا محمدحسن اخوند سره ګوري. که هغه نه وي، نو د طالبانو د لومړي وزیر له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدنه کوي. تر دې وروسته، پلاوي کورنیو چارو وزارت ته ځي څو له سراج‌الدین حقاني سره چې د حقاني شبکې مشر او د ختیځ د طالبانو محور دی، ملاقات وکړي.

چین او پاکستان د څو میلیارده ډالري پروژې «د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز» په چوکاټ کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او د «بلوچستان د ازادي پوځ» له لوري له رامنځته کېدونکو جدي امنیتي ننګونو سره مخامخ دي. اسلام‌ اباد له بیجینګ غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي چې له TTP او نورو وسله‌والو ډلو سره خپله مرسته پای ته ورسوي. طالبانو تل په افغانستان کې د دې ډلو هر ډول شتون او یا ورسره همکاري رد کړې ده، خو شواهد ښيي چې حقاني شبکه او د ختیځ طالبان له پاکستاني طالبانو سره نږدې اړیکې لري. داسې ښکاري چې په دې برخه کې د پاکستان له غوښتنې سره یوازې د کندهار د حلقې همغږي بسنه نه کوي او د حقاني په مشرۍ ختیځه حلقه هم باید خپله جلا پرېکړه څرګنده کړي.

سراج الدین حقاني سره د چین د بهرنیو چارو وزیر کتنه/ طالبان

سپیدار ماڼۍ او د حقاني شبکې ونډه‌

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د وزیر او د سراج‌الدین حقاني د کاکا خلیل‌الرحمان حقاني تر وژنې وړاندې چې تیر کال په لیندۍ میاشت کې د داعش په نوم د یوه ځانمرګي بریدګر له لوري ووژل شو، بهرني پلاوي زیاتره سپیدار ماڼۍ ته چې د مولوي عبدالکبیر د استوګنې ځای و، تلل. خو کله چې مولوي عبدالکبیر د طالبانو د مشر په امر د لومړي وزیر له سیاسي مرستیالۍ او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزیر وټاکل شو، په سپیدار ماڼۍ کې د بهرنیو چارواکو حضور په څرګند ډول کم شو. دا بدلون په داسې حال کې راغی چې د طالبانو د خپلمنځي واک د وېش له مخې سپیدار ماڼۍ او د لومړي وزیر سیاسي مرستیالي د حقاني شبکې برخه ګڼل کېده.

مولوي عبدالکبیر چې له حقاني شبکې سره نږدې ګڼل کېږي، که څه هم له خپل پخواني مقامه لېرې شو، خو له سپیدار ماڼۍ ونه ووت. هغه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت ته هم نه دی تللی او له همدې ماڼۍ د وزارت چارې پرمخ وړي. دا کار ښيي چې حقاني شبکه نه غواړي له سپیدار ماڼۍ ووځي او دا مهم سیاسي او سمبولیک ځای د خپلې سیالې ډلې یعنې د ملا هبت‌الله آخوندزاده په مشرتابه د جنوب طالبانو پر وړاندې له لاسه ورکړي.

د طالبانو خپلمنځي اختلاف؛ له انکاره تر واقعیته

که څه هم د طالبانو حکومت تل د خپلو مشرانو تر منځ د اختلاف شتون رد کړی، خو د دننني کړکېچ نښې څو څو ځله راښکاره شوې دي. شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې، وروسته تر هغه چې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیرمحمد عباس ستانکزي متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په لومړي ځل ومنله چې د طالبانو د مشرانو تر منځ فکري توپیرونه شته، خو ټینګار یې وکړ چې دا توپیرونه د جدي اختلاف معنا نه لري.

خو، اوس چې د طالبانو پر واکمنۍ څلور کاله تېرېږي، د دې ډلې د مشرانو تر منځ اختلاف او کړکېچ، په ځانګړي ډول د کندهار د حلقې او د ختیځو طالبانو تر منځ، تر پخوا ډېر څرګند شوی دی. دا درځونه یوازې په کور دننه نه دي پاتې شوي، بلکې د طالبانو په بهرنیو اړیکو کې یې هم انعکاس موندلی دی. له همدې امله چین او پاکستان په خپلو وروستیو سفرونو کې هڅه کړې چې جلا-جلا د ارګ په کچه د کندهار له حلقې او د کورنیو چارو وزارت په کچه له ختیځو طالبانو سره وګوري.

طالبانو په افغانستان کې واک ته تر بیا ځلي رسېدو وروسته دعوه کوله چې د دې ډلې ټول اړخونه او شوراګانې لکه د کوټې شورا، د هلمند شورا، د مشهد شورا او حقاني شبکه د «طالبانو د اسلامي امارت» تر چتر لاندې راغونډ شوي دي، خو دې دعوې د حقاني شبکې د منحل کېدو معنا نه لرله. د سراج‌الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکه د طالبانو له لومړنیو ډلو څخه وه چې د اګست په ۱۵مه د کابل د سقوط په ورځ، پلازمېنې ته دننه شوه او مهمې دولتي ادارې یې ونیولې. سراج‌الدین حقاني له هماغه پیل څخه هڅه کوله چې د طالبانو د حکومت په جوړښت کې زیات نفوذ او صلاحیت تر لاسه کړي. هغه د خپلو پلویانو تر منځ د «خلیفه» په نوم پیژندل کېږي او د ملا هبت‌الله آخوندزاده له جدي سیالانو څخه ګڼل کېږي، هغه څوک چې طالبان یې د «امیرالمؤمنین» په نوم یادوي.

د طالبانو رییس الوزرا او د چین د بهرنیو چارو وزیر/ طالبان

تور نوملړ او سیاست کې نرمښت

سراج‌الدین حقاني تر درې میاشتني غیابت وروسته یو ځل بیا په وري میاشت کې کورنیو چارو وزارت ته راستون شو. په دې موده کې هغه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و. د طالبانو له منځه ځینو سرچینو هغه مهال اطلاعات روز ته ویلي وو، چې سراج‌الدین حقاني په خپلو چارو کې د کندهار د حلقې له لاسوهنې شکایت درلود او د اعتراض په توګه یې د وزارت ودانۍ پرېیښې وه.

د هغه د غیابت پر مهال یوه مهمه پېښه دا وشوه چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له هغه نوملړ څخه د سراج الدین حقاني نوم لېرې کړ چې «د عدالت لپاره د جایزې» په نوم یادېږي. په عین وخت کې د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې (FBI) هغه لس میلیونه ډالري جایزه هم لغوه کړه چې د «نړیوال ترهګر» په توګه د ده د نیونې پر سر اعلان شوې وه. دې بدلونونو سراج‌الدین حقاني ته زیات باور ورکړ څو ډګر ته له پیاوړي دریځ سره راڅرګند شي او د کندهار د سیالې حلقې پر وړاندې خپله سیالي په لا قوي دریځ پرمخ یوسي. د امریکا له‌خوا د قضایي تعقیب لغوه کېدلو د طالبانو په بهرنیو اړیکو کې هم یو نوی لوری پرانیست. سیمه‌ییز او نور هېوادونه دا مهال د تېر په پرتله په کمه اندېښنه له حقاني حلقي سره تعامل کوي. په همدې موده کې د حقاني شبکې هڅه وکړه له رامنځته شوې فرصته د خپلو بهرنیو اړیکو د پراختیا او ټینګښت لپاره ګټه پورته کړي او په دیپلوماتیکو تعاملاتو کې خپل وزن زیات کړي.

د طالبانو د دوو اړخونو تر منځ د چلند توپیر نور هم څرګند شو. د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده برعکس چې د «اسلامي شریعت» په تطبیق کې سخت دریځه دی او هېڅ انعطاف نه ښيي، سراج‌الدین حقاني او د هغه تر مشرۍ لاندې شبکې څو ځله له لوېدیځ سره د تعامل غوښتنه کړې ده. هغه ان د طالبانو له سیاسي مخالفینو غوښتي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي. همدې دریځونو ځینې انګلیسي ژبې رسنۍ دې ته وهڅولې چې هغه د یو داسې چا په توګه معرفي کړي چې د ملا هبت‌الله اخوندزاده له لیدلورو، په ځانګړې توګه له ټولنیزو محدودیتونو او له زده‌کړې او کاره د ښځو له محرومیت سره په ټکر کې دی. خو سره له دې، سراج‌الدین حقاني هېڅکله په ښکاره او په مستقیم ډول د طالبانو پر مشر نیوکه نه ده کړې او یوازې په غیرمستقیمه توګه یې د قدرت پر انحصار او پر خلکو پر اچول کېدونکي فشار نیوکې کړې دي.

په خبرو او دریځ کې له دې بدلون سره-سره، د حقاني شبکې پر پخوانیو کړنیو د خلکو او د بشري حقونو د فعالانو له لوري نیوکه کېږي. دې شبکې د افغانستان د تېر حکومت پر مهال پر پوځي او ملکي هدفونو «تر ټولو خونړي او مرګونې» ځانمرګي بریدونه او چاودنې سازماندهي او اجرا کړي وو، خو اوس داسې ښکاري چې د دې شبکې مشران هڅه کوي د خپل تصویر په بدلولو سره د دې ډلې خونړی تېر تاریخ کم رنګه کړي او په کور دننه او بهر کې ځان د یوې منځلاري ډلې په توګه معرفي کړي.

د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د لویې جرګې په تالار کې د خپلو پلویانو ترمنځ/ طالبان

عمودي جوړښت که افقي سیالي؟

که څه هم طالبانو تل هڅه کړې چې وښيي د دوی د قدرت جوړښت عمودي دی، یعنې پرېکړې له مشر اخیستل کېږي او تر ټیټو کچو پورې تطبیقېږي او د مشر د حکم اطاعت پر ټولو واجب دی، خو د تېرو څلورو کلونو تجربه برعکس څه ښیي. د حکومت کړنې څرګندوي چې سراج‌الدین حقاني تل هڅه کړې چې ځان د یوې مقتدرې څېرې په توګه معرفي کړي او د حکومتولۍ ځانګړی سبک وړاندې کړي. که حقاني شبکې او سراج‌الدین حقاني ته د کندهار د حلقې پرېکړې له چون او چرا پرته د منلو وړ وای، نو هغه به هېڅکله هم نه وای حاضر شوی چې په مستقیم او خپلواک ډول د ارګ (چې د کندهار د ډلې تر کنټرول لاندې دی) د یوه سیال په څېر له بهرنیو چارواکو سره وګوري، خو د حقاني شبکې او د سراج‌الدین حقاني له لوري د دې لیدنو پر کولو ټینګار د دې څرګنده نښه ده چې د کندهار د حلقې او د ختیځو طالبانو تر منځ اختلافونه ژور شوي دي. دا سیالي نه یوازې کمه شوې نه ده، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي.