close

کونړ کې د زلزلې ناورین؛ د ژغورنې پڅ عملیات او د مرستې رسونې نامنظم بهیر

د روانې اوونۍ یکشنبه د شپې یوې وېجاړونکې زلزلې ختیځ ولایتونو ولړزول چې یوازې د کونړ په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې یې له سلګونو انسانانو ژوند واخېست او نږدې درې نیم زره نور یې ټپیان کړل.

له دغې زلزلې درې ورځې تېرې شوې؛ خو د طالبانو له لوري د اغېزمنو شویو کسانو د ژغورنې پڅ عملیات روان دي چې د ځايي خلکو په وینا دې چارې د مړو په شمېر کې زیاتوالی راوستی او یو شیمر سیمو ته لا هم هیڅ ډول مرستې نه دي رسیدلي.

ځايي خلک وايي، زلزله ځپلي لومړني خوراکي توکي، د څښاک پاکو اوبه، سرپناه، درمل او حتا جامې نه لري او نیوکې یې دا دي چې طالبانو د دغو ستونزو د حل لپاره کارنده ګامونه نه دي پورته کړي.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اوسېدونکی ۶۰ کلن شاه زمان چې وروستۍ زلزله کې یې د خپلې کورنۍ شپږ غړي له لاسه ورکړل، وايي دې پېښې په روحي لحاظ ځپلی او دومره توان یې نه درلود چې د خپلې کورنۍ غړي خاورو ته وسپاري.

دی وايي، درې اولادونه یې ټپي دي او ننګرهار ته د درملنې په موخه لېږدول شوي؛ خو نیوکه کوي چې طالبانو د ژغورنې عملیات پڅ روان کړي او په دې برخه کې یې کافي قوه نه ده په کار اچولې.

شاه زمان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «زما دوه زامن، یوه مې لور، یوه مې اېنګور او دوه مې ورېرونه په دې زلزله کې وفات شوي، یو قیامت را باندې راغلی، هېڅ دمه راکې نشته، د جنازو د دفن وس مو هم نه و، کلیوالو راسره همکاري کړې او زمونږ د کورنۍ جنازې یې خښې کړي، یو زوی او دوه مې لورګانې هم ټپیانې شوې او تداوۍ ته ننګرهار ته انقال شوې دي.»

زلزله ځپلي وایي، که د مرستې رسونې بهیر کړندی نه شي خلک به له بل ناورین سره مخ شي

زلزله ځپلي وايي، د درې ورځو په تېرېدو لا هم د لومړنیو خوراکي توکو، څښاک پاکو اوبو او درملو له کمښت سره مخ دي.

دوی د طالبانو هڅې کمزورې یادوي او اندېښنه لري که په دې برخه کې فعالیتونه چټک نه شي اغېزمن شوي خلک به له زلزلې وروسته له یوه بل ناورین سره مخامخ شي.

د مزار درې اوسېدونکی سیدعالم له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «سمه ده چې دلته به د خوراکي موادو کومکونه راځي؛ خو مونږ ته نه رسېږي، ځکه طالبانو یې مدیریت اخېستی؛ خو ډېر خراب دی، پاکې اوبه نشته، ډوډۍ نشته، دوا نشته، که چېرته پاکې اوبه او ډوډۍ رانه وړل شي خلک به له لوږې مړه شي، خلک د ویالو اوبه څکي او د ویالو اوبه به یې په سختو ناروغیو اخته کړي، درمل هم په کافي اندازه نشته، متضررین ډېر دي او درمل ډېر کم دي.»

د نورګل د مزار درې او د څوکۍ د دېوه ګل درې زلزله ځپلي دغه راز شکایت کوي، چې د سرپناه د نشتوالي له امله له جدي ننګونو سره مخامخ دي او په خبره یې له زلزلې وروسته یې دوه شپې تر شنه اسمان لاندې تېرې کړې دي.

دوی وايي، طالبانو او یو شمېر مرستندویه بنسټونو سیمه کې خېمې درولې؛ خو کافي نه دي چې له امله یې د باد او باران پر مهال له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې اوسېدونکی محمد لایق اطلاعات روز ته وویل: «کورونه مو ټول زلزلې وغورځول، هېڅ څه پاتې نه دي چې مونږ یې استفاده کړو، وسایل او هرڅه مو له منځه تللي، خېمې نشته چې په کې خپل بچیان کېنوو او لږ خوب وکړي، له یوه طرف مو د کورنۍ غړي مړه او ټپیان شوي، کورونه مو تخریب شوي او له بل طرف موقتي سرپناه هم نه لرو، طالبانو او موسېساتو خېمې راوړي؛ خو لږې دي، بېګاه شپه او نن ورځ هم باران شوی، دا دوه شپې په پټیو کې پراته وو، سخت زیات مشکل سره مخ یو، باید هرڅه په چټکۍ ورسېږي، نمایشي کارونه باید نه وي.»

د ځایي خلکو په مرسته د ټپیانو انتقال

همدارنګه د نورګل ولسوالۍ چلس سیمه کې لا هم خلک تر خاورو لاندې دي او مرستندویه ډلې نه دي رسېدلې.

خلک وايي، د ژغورنډلو د نه رسېدلو له امله ګڼ شمېر ټپیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په خبره یې چې د طالبانو له لوري د ژغورنې عملیاتو د پڅوالي او ناسم مدیریت له امله د مړو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د چلس سیمې اوسېدونکی عبدالامین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د نورګل د مزار درې په چلس سیمه کې لا هم خلک تر خاورو لاندې دي، لا هم عملیات نه دي شروع شوي، معلومه نه ده چې څوک به په کې ژوندی وي یانه، خو دا ټول د طالبانو ناسم مدیریت دی، پر وخت یې د ژغورنې عملیات ونه کړل، ټیمونه او الوتکې یې زیاتې نه کړې، طیارې یې محدودې وې.»

د لارو د خرابوالي له امله مرسته کوونکي اړ دي چې پیاده مزل وکړي او اړین توکي تر زلزله ځپلو ورسوي

د نورگل ولسوالۍ د مزار درې غازي اباد، ودیر، چلس، شماش، اریت، مسعود، ګربز، د څوکۍ ولسوالۍ دېوه ګل دره او د وټه پور، ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو یو شمېر سیمې د دوشنبې شپې سختې زلزلې ولړزولې او د طالبانو د تازه معلوماتو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۵۷ کسان مړه او ۳۳۹۴ نور ټپیان شوي دي.

خو، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د دغې زلزلې له امله شپږ زره او ۷۸۲ استوګنیز کورونه وېجاړ شوي دي.

طالبانو ویلي، د اغېزمنو شویو د ژغورنې عملیات دوام لري او د مرستندویه بنسټونو پرمټ یې د لومړنیو بېړنیو مرستو د رسولو بهیر روان کړی دی.