د طالبانو او پاکستان تر منځ شخړه؛ په افغانستان کې د درملنې لګښت ۱۴ سلنه لوړ شوی

د طالبانو د احصاییې او معلوماتو اداره وایي چې د روان لمریز کال د لړم میاشتې پر مهال په افغانستان کې د درملنې لګښت ۱۳.۹ سلنه لوړ شوی دی.

دې ادارې نن (شنبه، ۱۵ د لیندۍ) د یوې اعلامیې له لارې دا شمیرې خپرې کړې دي.

طالبانو له پاکستان سره تر سیاسي شخړې وروسته د هیواد سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړی و چې له پاکستاني شرکتونو سره خپل حسابونه خلاص کړي او ویلي یې و چې تر دې وروسته له دې هیواده د درملو راوړل منع دي.

د طالبانو د احصاییې او معلوماتو ادارې د ارقامو له مخې، د لړم میاشتې پر مهال په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې هم ۲.۳ سلنه لوړې شوې دي.

دې ادارې زیاته کړې چې د عقرب میاشتې پر مهال د غلو بیه ۱.۳ سلنه، د غوښې بیه ۱.۶ سلنه، د میوې بیه ۱۰.۳ سلنه او د سبزیو بیه ۲.۱ سلنه لوړه شوې.

د طالبانو د احصاییې او معلوماتو ادارې له شمېرو سره سم، د ناخوراکي توکو بیې هم ۱.۲ سلنه لوړې شوې چې په دې کې د مېشتځایونو په شاخص کې ۳.۲ سلنه زیاتوالی او په درملنه کې ۱۳.۹ سلنه زیاتوالی هم شاملېږي.

دې ادارې ویلي چې د لړم میاشتې پر مهال میاشتنی پاړسوب ۱.۶ سلنه و او د تېر کال د عقرب میاشتې په پرتله نقطه به نقطه پاړسوب ۸.۵ سلنه زیات شوی دی.

د طالبانو او پاکستان تر منځ تر وسلوالې شخړې او ورپسې ترینګلتیا وروسته تر ۵۰ ورځې زیات وخت کېږې چې د دواړو هیوادونو پولې د یوه-بل په وړاندې تړلې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه