د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت تایید کړې ده چې تېره شپه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دې ډلې او د پاکستان تر منځ په نښته کې یو طالب او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
ښاغلي فطرت نن (شنبه، ۱۵ د لیندۍ) د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره ویلي چې په دې شخړه کې پنځه تنه ژوبل شوي هم دي.
طالب او پاکستاني پوله ساتي تېره شپه د چمن – سپین بولدک پر کرښه د یو څه وخت لپاره سره ښکېل شول.
ځایي سرچینو اطلاعات تر دې وړاندې اطلاعات روز ته خبر ورکړی و چې په دې جګړه کې د طالبانو دوه غړي او څلور ملکیان وژل شوي دي.
د طالبانو له منځه یوې سرچینې ویلي و چې د پاکستان له لوري د هاوان د یوې مرمۍ له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
دې سرچینې ویلي و چې په ژوبلو کې د یوې ښځې او یوه نارینه وضعیت وخیم دی.
سرچینو همدا راز خبر ورکړی چې د دې نښتې له امله د سپین بولدک خلګو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
طالبانو ادعا کړې چې دا شخړه د پاکستان له لوري پیل شوې او وروسته ورته د دې ډلې ځواکونو ځواب ورکړی.
شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د طالبانو او پاکستان تر منځ د یوې اونۍ لپاره جګړه وشوه او وروسته یې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب اوربند وکړ.
د منځګړیتوب له هڅو سره-سره چې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په هڅو شوي، لا هم دواړه لوري نهایي موافقې ته نه دې رسېدلي.
د دې شخړو له امله د دواړو لورو تر منځ پوله تړلې او سوداګري په ټپه ولاړه ده.
