ننګرهار کې د زړې مرمۍ چاودنې درې تنه کارګر وژلي

ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولایت د کامې ولسوالي په «ده غازي» کلي کې د یوې پخوانۍ ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله درې تنه کارګر وژل شوي دي.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره طالب وياند سید طیب حماد وایي چې دا پېښه نن مازدیګر (شنبه، د لېندۍ ١٥مه) د زړو شیانو په یوه زېرمه کې پېښه شوې.

د حماد په خبره، پېښه هغه مهال شوې چې کله کارګرو یاده مرمۍ ټکوله چې چاودنه یې کړې او له امله یې درې تنه وژل شوي چې په هغو کې دوه سره وروڼه وو.

د یادونې وړ ده چې له جګړې پاتې ناچاوده توکي وخت پر وخت په هیواد کې د خلګو ژوند اخلي او تر ډېره حده یې ماشومان قرباني کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه