د طالبانو درو مخالفو سیاسي جریانونو چې تر ډېره حده د سیاسي ګوندونو له رهبرانو او د افغانستان د پخواني حکومت له چارواکو جوړ دي، تر خپل منځ د پیوستون اعلان کړی دی.
د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» ویاند عبدالله قرلق نن (سېشنبه، ۱۸ د لیندۍ) په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې دا شورا «د افغانستان ژغورنې لپاره له ملي مجمع» او «د عدالت او سولې له ملي خوځښت» سره د پیوستون لپاره تفاهم ته رسیدلې ده.
ده ویلي چې له کړکېچ څخه د افغانستان د ایستلو او یوې پایدارې سولې ته د رسېدلو لپاره دا جریانونه همغږي شوي دي.
دا درې سیاسي جریانونه پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د یو شمېر رهبرانو او سیاسي څېرو له لوري په تبعید کې جوړ شوي دي.
«د عدالت او سولي ملي خوځښت» د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر جوړ کړی دی.
«د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» او «د افغانستان ژغورنې ملي مجمع» تر ډېره د جهادي ګوندونو له رهبرانو جوړ دي.
د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود، د جمعیت اسلامی افغانستان لوړپوړی غړی عطا محمد نور، د وحدت اسلامی مردم افغانستان ګوند مشر محمد محقق او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د دې دوو سیاسي جریانونو لوړپوړي غړي دي.
