ننګرهار کې د څلورو ورځو پر مهال ۴۶ روغتیایي مرکزونه تړل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، چې دغلته د خوړو او درملو ادارې د څارنې ټیم د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار، کامې، روداتو او چپرهار ولسوالیو کې د څلور ورځو پر مهال د ۱۵۰ روغتیایي مرکزونو پلټنه ترسره کړې او له جملې یې ۴۶ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره طالب ویاند نقیب الله رحیمي نن (سې شنبه، ۱۸ د لیندۍ) وویل، چې یاد ټيم د دولتي روغتونونو په ګډون له بېلابېلو روغتیايي مرکزونو څارنه کړې او په پایله کې یې یاد شمېر روغتیايي مرکزونه د حفظ‌الصحې، مسلکیتوب، د درملو او خوړو خوندیتوب او معیاري خدمتونو اصولو ته د نه پاملرنې له امله تړل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د یادې پلټنې پر مهال ۱۸۰۰ کیلوګرامه تاریخ‌تېري او بې‌کیفیته درمل هم راټول شوي او ژر به د ګډ کمیسیون له لوري له منځه یوړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې روغتیایي خدمات معیاري نه دي او همدا لامل دی چې زیاتره ناروغان ګاونډیو هېوادونو ته د درملنې لپاره په تګ مجبوریږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه