اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یې ۶۵۷ د موسیقۍ الې او د موسیقۍ اوريدلو وسايل سوځولي دي.
د دغه ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د طالبانو د اطلاعاتو امر قرشي بدلون وایي، چې دغه وسايل نن (چهارشنبه، ١٩ د لېندۍ) د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ «سرخ دیوال» سیمه کې سوځول شوي دي.
د هغه په خبره یاد وسایل د امربالمعروف محتسبینو د تېرو څو میاشتو په موده کې د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د خلکو له خوا د کارولو پر وخت ترلاسه کړي وو.
د قریشي په خبره د امر بالمعروف محتسبینو په وروستيو کې په دغه ولایت کې په موټرو کې د موسيقۍ اورېدل هم منعه کړي دي.
هغه زیاتوي چې محتسبان په کنټرولي پوستو کې له موټرچلونکو څخه غواړي چې د موسیقۍ له اورېدو او خپرولو ډډه وکړي.
طالبانو د خپل واکمنۍ پر مهال پر موسیقۍ غږولو بندیز لګولی او له دې وړاندې یې ګڼ شمېر کسان د موسیقۍ غږولو او اورېدلو په تور نیولي او زنداني کړي دي.
