د یوناما سرپرسته: د افغانستان خلګ له ګڼ شمېر ننګونو سره مخ دي

UNAMAnews

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) سرپرست جورجت ګانیون وایي چې د افغانستان خلګ له ګنو ننګونو سره مخ دي.

دې نن شپه (چهارشنبه، ۱۹ د لیندۍ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې د دې کړکېچونو په وړاندې د افغانستان د خلګو مقاومت څرګند دی، مګر اوس له سخت فشار سره مخ دي.

د یوناما سرپرستې ویلي چې ښځې او نجونې لا هم په سیسټماټیکه توګه د ژوند له ټولو اړخونو ګوښه کړل شوې دي او د نجونو پر زده کړو بندیز افغانستان له ډاکټرانو، ښوونکو او ښځینه رهبرانو بې برخې کوي چې د دې هیواد د نن او سبا لپاره مهم دي.

اغلې ګانیون ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو ازادي په پر له پسې توګه محدوده شوې او خبریالان له ډار، نیونې او سانسور سره مخ دي.

دې ویلي چې دې چارې د عمومي بحث فضا او د خلګو ګډون کم کړی دی او هغوی یې د خپل راتلونکې په تړاو له پرېکړي کولو بې برخې کړې دي.

د یوناما سرپرستې همدا راز په پر له پسې توګه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون پلي کولو ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې د دې قانون پلي کېدل په ورځني ژوند کې د افغانستان د ښځو او نارینه‌وو حقونه په منظمه توګه نقض کوي.

مګر جورجت ګانیون ویلي چې افغانستان یوازې د بشري حقونو د نقض له وخامت سره مخ نه دی او دا هیواد له یوه انساني کړکېچ سره هم مخ دی.

دې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال پر مهال به د افغانستان ۲۳ میلیونه وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا ولري او ټینګار یې وکړ چې د دوی اړتیاوې مخ پر زیاتېدو دي.

د یوناما سرپرستې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو راتګ ته هم اشاره کړې او ویلي یې دې چې د دې کډوالو راتګ د افغانستان نفوس شپږ سلنه زیات کړی دی.

دې ویلي چې د دې وګړو بیرته راتګ په افغانستان کې اقتصادي، اقلیمي او انساني کړکېچونه نور هم تشدید کړي دي.

اغلې ګانیون ویلي چې ډېری راستنېدونکي کډوال له ډېرې کمې شتمنۍ سره افغانستان ته راځي، په داسې حال کې چې کوربه ټولنې یې د کوربه توب کافي وس نه لري او د هغوی اقتصاد هم دومره قوي نه دی چې ابتدایي بوختیا او خدمات ورته برابر کړي.

دې ویلي چې ډېری ښځې او نجونې چې افغانستان ته راستنېږي داسې مهارتونه لري چې کولای شي د دې هیواد د اقتصاد له ودې سره مرسته وکړي، مګر طالبان د خپلو بندیزونو له امله له دې مهارتونو ګټه نه شي اخیستلای.

د یوناما سرپرستې همدا راز په افغانستان کې د وچکالۍ دوام ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې کرنیز تولیدات یې سخت کمزوري کړي.

دې ویلي چې د افغانستان وضعیت بېړنۍ پاملرنې او د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

په وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو بنسټونو هم په افغانستان کې د بشري وضعیت د وخامت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دې چې په دې هیواد کې لوږه مخ پر زیاتېدو ده.

بشرپالي بنسټونه په عین مهال کې د بودجې له کمښته شکایت کوي او وایي چې دا چاره د دې لامل شوې چې میلیونونه اړمن کسان مرستو ته له لاسرسي بې برخې شي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه