اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ «د بشري حقونو نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي، چې بشري حقونه نړیوال او د معاملې وړ نه دي.
ښاغلي بېنټ نن (چهارشنبه، ۱۹ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې بشري حقونه د ملګرو ملتونو د ماموریت په مرکز کې ځای پر ځای شوي، څو له هغو بېعدالتيو مخنیوی وکړي چې ډیری کسان په ځانګړي ډول د افغانستان خلک ورسره نن ورځ مخ دي.
بېنټ زیاته کړې: «د بشري حقونو په ورځ نړۍ باید په قاطعیت ووایي: بشري حقونه نړیوال او له هر ډول معاملې څخه بهر دي او بېعدالتي هېڅکله هم باید عادي نه شي.»
طالبان پر افغانستان د ولکې ټینګلولو راهیسې په پراخه کچه د بشري حقونو په نقض تورن شوي دي.
د ریچارډ بېنت په راپورونو کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو څخه سرغړونې هدفمند او سیستماتیکه چاره ګڼل شوې.
دغه ډله د ښځو او نجونو له حقونو څخه د پراخې سرغړونې په تور هم تورنه ده او هغوی یې له کار او زدهکړو محرومې کړې دي.
همدارنګه طالبان د قومي لږکیو او مذهبي ډلو د ځپلو او د هغوی د بشري حقونو پر نقض هم تورن دي.
