اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې ښځې او نجونې د روغتیا، کار او په عامه ژوند کې د ګډون په برخو کې لا هم له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
یوناما نن (چهارشنبه، ۱۹ د لیندۍ) په یوې اعلامیه ویلي، چې دا محدودیتونه د ښځو او نجونو اساسي حقونه او د افغانستان راتلونکی کمزوری کوي.
یوناما د طالبانو لهخوا روغتیایي خدماتو ته د ښځو محدود لاسرسي ته په اشارې ویلي، چې د روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی کورنۍ زیانمنوي او ټولنې کمزورې کوي.
یوناما ټینګار کړی، چې طالبان باید د بشري حقونو اړوند له نړیوالو مکلفیتونو سره ځان نږدې کړي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي ویلي، چې دا نه یوازې د نړیوالو معیارونو سره همغږي ده، بلکې د هېواد او خلکو لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ عملي لار هم ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مشرې جورجېټ ګانیون: «بشري حقونه اختیاري ندي. دا حقوق د ژوند د دوام لپاره ورځنۍ اړتیا ده.»
هغې زیاته کړې: «په افغانستان کې دا ډاډ ترلاسه کول چې ښځې او نجونې کولای شي زده کړه وکړي، کار وکړي او په بشپړ ډول برخه واخلي، د پرمختګ لپاره اړین دی. له حاکمو چارواکو غوښتنه کوو چې د نړیوالو مکلفیتونو د تطبیق او د افغانستان او ټولو خلکو د پرمختګ د زمینې د پرانیستلو لپاره قوي ګامونه پورته کړي.»
طالبان پر افغانستان د ولکې ټینګلولو راهیسې په پراخه کچه د بشري حقونو په نقض تورن شوي دي.
دغه ډله د ښځو او نجونو له حقونو څخه د پراخې سرغړونې په تور تورنه ده او هغوی یې له کار او زدهکړو محرومې کړې دي.
همدارنګه طالبان د قومي لږکیو او مذهبي ډلو د ځپلو او د هغوی د بشري حقونو پر نقض هم تورن دي.
