د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) د «بشري حقونو د نړیوالې ورځې» په مناسبت په افغانستان کې زده کړو ته د ښځو او نجونو پر لاسرسي ټینګار کړی دی.
یونیسیف نن مازیګر (چهارشنبه، ۱۹ د لیندۍ) پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې تر څلورو کلونو زیات وخت کېږي چې په افغانستان کې نجونې له زده کړو بې برخې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ټینګار کړی چې زده کړې د ټولو ښځو او نجونو حق دی او د هغوی د پرمختګ، روغتیا او خوندیتوب لپاره اړین دی.
یونیسیف د خپل ۱۶ ورځني کمپاین په پای کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د غږ اوریدنې غوښتنه کړې او ویلي یې دې چې د هغوی غږ چوپېدلای نه شي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې د کار او زده کړو له حقه بې برخې کړې دي او په ټولنه کې یې د هغوی پر ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي.
