له کندهار څخه سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په «شید بازار» سیمه کې یو ملا امام په ډزو وژل شوی دی.
سرچینې د هویت نه په ډاګه کولو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه، ۲۰ د لیندۍ) هغه مهال رامنځ ته شوې چې دا ملا امام د ماخوستن تر لمانځه وروسته له مسجده کور ته پر لاره و.
سرچینې د ملا امام نوم «مولوي عزیز» ښوولی او ویلي یې دې چې د یادې سیمې د «سورګل» جامع جومات امامت يې درلود.
سرچینې د پېښو د عاملینو په تړاو ناخبري ښودلې او نه یې هم کومې ډلې او اشخاصو د وژنې مسوولیت منلی دی.
په کندهار کې د طالبانو امنیتي مسوولینو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دې ویلي.
