د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي چې دا هیواد راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د یوې سیمهییزې غونډې کوربهتوب کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دا غونډه به په تهران کې کېږي او د افغانستان په چارو کې د پاکستان، تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، چین او روسیې ځانګړي استازي به پکې ګډون کوي.
بقایي ویلي چې دا غونډه له ګاونډیو او د سیمې له نورو هیوادونو سره د خبرو پایله ده او نوموړي هیله ښوولې چې دا نوښت به د همغږۍ په پیاوړي کولو او د شخړې په حل کولو کې رول ولوبوي.
ده ویلي: «د ایران اسلامي جمهوریت په خپل ګاونډ کې د امنیت او ټیکاو ارزښت درک کوي او په دې لړ کې د سیمهییزو هیوادونو تر منځ د ترینګلتیا د کمولو او د هغو تر منځ د تفاهم د پیاوړي کولو لپاره له هرې لارې هڅه کوي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په مشخص ډول نه دې ویلي چې په دې غونډه کې به د طالبانو استازي هم ګډون کوي او که نه.
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د مذاکراتو تر ناکامۍ وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و چې د دواړو اړخونو تر منځ د شخړې د کمولو په موخه په ایران کې د یوې سیمهییزې غونډې د جوړېدو شونتیا شته.
پاکستان او طالبانو په اکتوبر میاشت کې تر یوې اونیزې جګړې وروسته اوربند وکړ، مګر د دواړو اړخونو تر منځ د ترینګلتیا کچه لا هم لوړه ده.
تر دې شخړې وروسته د دواړو لورو تر منځ لارې تړل شوې او سوداګري او تګ-راتګ بند شوي.
پاکستان وایي چې تحریک طالبان پاکستان ډله د افغانستان له خاورې استفاده کوي او باید مخنیوی یې وشي، مګر طالبان دا ادعا ردوي.
