د پاکستان لومړی وزیر: له طالبانو سره سوله هغه وخت شونې ده چې د پاکستان امنیتي اندیښنې ځواب شي

Photo: @GovtofPakistan

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې له طالبانو سره سوله هغه وخت شونې ده چې د پاکستان اندیښنې په بشپړه توګه حل شي.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې دا لیدنه نن (جمعه، ۲۱ د لیندۍ) د ترکمنستان په عشق اباد کې د «سولې او باور» د نړیوالې غونډې په څنډو کې شوې.

شهباز شریف د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو په اسانچارۍ کې د ترکیې د رغنده رول لوبونې مننه کړې.

پاکستان او طالبانو په اکتوبر میاشتې کې تر یوې اونۍ نښتو وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب اوربند وکړ.

همدا راز دواړو لورو د یوې نهایي پایلې تر لاسه کولو په موخه په دوحه کې مذاکرات پیل کړل چې وروسته یې په استانبول کې هم دوام وکړ.

دا مذاکرات تر درې پړاوه خبرو وروسته له کومې اخیرې پایلې پرته پای ته ورسېدل.

پاکستان د افغانستان له خاورې پر ځان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي.

مګر طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي شتون نه مني او د دې ډلې د بریدونو د مخنیوي لپاره د پاکستان غوښتنې غیر منطقي ګڼي.

اوس مهال د دواړو لورو تر منځ سیاسي اړیکې خړې-پړې دي او شاوخوا دوې میاشتې کېږي چې د دواړو لورو تر منځ لارې د تګ-راتګ او سوداګرۍ پر مخ تړلې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه