د مهر پر سر شخړه؛ کندهار کې زوم خپل خسر وژلی

په کندهار کې يوه سرچينه وايي خبر ورکوي چې د دې ولایت د مرکزي ښار د دویمې حوزې اړوند د ستډيوم په سيمه کې یوه کس پر یوه منځني عمر لرونکي کس د چاقو وار کړی چې تر ژوبلېدو وروسته یې روغتون کې ساه ورکړې ده.

دا پېښه چې نن (سې‌شنبه، ۱۶ د مرغومي) رامنځ ته شوې، په کندهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ یې هم پخلی کړی دی خو په تړاو یې زیات جزییات نه دې ورکړي، خو دومره یې ویلي چې دې «قاتل» یې نیولی دی.

په ورته وخت کې يوې بلې سرچينه اطلاعات روز ته ویلي چې قاتل د مقتول زوم و او دا پيښه تر هغه وروسته رامنځته شوه کله قاتل له خپل خسر څخه غوښتي و چې له ټاکل شوي مهر پرته دې د هغه کوژدن ورته واده کړي.

همدا راز یوې بلې سرچینې خبر ورکړی چې څو ورځې وړاندې خسر، زوم او کوژدن شوې مېرمن په کندهار ښار کې د طالبانو محکمې ته تللي وو او د سرچینې په وینا چې ښځې غوښتي و چې پلار ته یې باید مهر ورکړل شي.

له معلوماتو سره سم، زوم د همدې جنجال له کبله پر خسر ګوزار کړی دی او په ترڅ کې یې هغه وژل شوی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه