فراه کې ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې د طالبانو یو ځایي قومندان په خپل کور کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، پېښه تیره شپه (شنبه، ۱۲ د مرغومي) د خاکسفید ولسوالۍ په «اسحاقآباد» کلي کې رامینځته شوې.
د سرچینو په وینا، وژل شوی کس «عطا محمد» نومیده او په سیمه کې د طالبانو د ځایي پوستې ډلګۍ مشر و.
د سیمې د اوسیدونکو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې هغه خپل ټوپک په کور کې پاکاوه او ټوپک ناڅاپه ډزې کړې او مرمۍ یې پر سر ولګېده.
فراه کې د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
