کونړ کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او شپږ نور ټپیان دي

کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د هاوان د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم مړ او شپږ تنه نور ټپیان شوي. 

سرچینه وايي، دا پېښه نن (سې شنبه ۱۶ د مرغومې) غرمه مهال د نورګل ولسوالۍ په «مزار دره» کې را منځته شوې ده. 

د سرچینې په خبره؛ د پېښې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د درملنې په موخه د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

کونړ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان هم دا پېښه منلې او زیاتوي چې یاده پېښه له ناچاوده توکو سره د ماشومانو د لوبو او بې احتیاطۍ له امله را منځته شوې ده. 

دا په داسې حال کې له پخوانیو جګړو  د پاتې ناچاودو توکو چاودنې وخت ناوخته مرګ ژوبله پېښوي او تر ډېره حده یې قربانیان ماشومان وي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه