چین او پاکستان: طالبان به وهڅوو، چې ټولشموله سیاسي چوکاټ رامنځته او منځلاري سیاستونه غوره کړي

اطلاعات روز: د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو د اووم پړاو ستراتیژیکو خبرو اترو په ګډه بیانیه کې ویلي، چې دوی له «نړیوالې ټولنې سره همکاري کوي، څو د طالبانو حکومت وهڅوي چې یو ټولشموله سیاسي چوکاټ رامنځته کړي، منځلاري سیاستونه غوره کړي، پر پرمختګ تمرکز وکړي، د ښه ګاونډیتوب تګلاره تعقیب کړي او د افغانستان سره پایدار پرمختګ ته د رسېدو او په نړیواله ټولنه کې د ورګډېدو په برخه کې رغنده رول ولوبوي».

دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د افغانستان د مسئلې په اړه به نږدې اړیکې او همغږي ساتي.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د لا څرګندو او د تایید وړ اقداماتو غوښتنه کړې، تر څو په افغانستان کې مېشتې ټولې ترهګریزې ډلې منحل او له منځه یووړل شي او د دې مخه ونیول شي چې دغه ډلې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد کار نه اخلي.

دوی زیاته کړې، چې په افغانستان کې ترهګریزې ډلې د سیمې او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو اترو اووم پړاو پرون په بیجینګ کې ترسره شو.

چین له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، مګر پاکستان له دې ډلې سره په کړکیچ کې دی.

بیجینګ تیر کال د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او دوه اړخیزو اړیکو ښه کولو لپاره د منځګړیتوب هڅه کړې وه.

پاکستان وايي، چې په افغان طالبانو پاکستاني وسله والو ته پناه ورکړې او دا ډلې د پاکستان پر ضد د افغانستان خاوره کاروي.

د پاکستان حکومت په وار وار له طالبانو غوښتي چې د پاکستانۍ ډلو په ګډون د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر وړاندې اقدام وکړي، خو طالبان د دې ډلو شتون ردوي او وايي، چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي ستونزه ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه