فراه کې د دېوال نړېدو له امله دوه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: فراه کې د طالبانو مسوولین وایي، چې د دې ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د دېوال نړېدو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ژوبل شوی دی.

په دې ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې لپاره د طالبانو رییس محمداسراییل سیار نن (دوشنبه، ۱۵ د مرغومي) وویل، چې دا پېښه د پرچمن ولسوالۍ په «غرغز» کلي کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې په دې پېښه کې د عبدالباقي او ضیاءالدین په نومونو دوه تنه مړه شوي او د عبدالکریم په نوم یو بل کس ژوبل شوی دی.

د سیار په وینا، ژوبل شوی کس د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی او تر درملنې لاندې دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په وروستیو ورځو کې د ورښتونو له امله د فراه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ورته پېښو د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه