هلمند کې په چړو د وهل شوي ماشوم جسد موندل شوی 

له هلمند څخه سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د یوه هلک جسد په داسي حال کې موندل شوي چې په چړو وهل شوی دی.

دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي اطلاعات روز ته ویلي چې دا پیښه د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ په «دلکړۍ» سیمه کې شوي ده.

سرچینې د دې ماشوم نوم دادالله د حاجي حضرت محمد زوی ښوولی او ویلي یې دې چې شاوخوا ١٤ کاله عمر یې درلود او ٢ ورځې له خپل کور څخه نادرکه و.

د سرچینې په خبره، د دې ماشوم په چړو وهل شوی جسد نن (یکشنبه،  ۱۴ د مرغومي) د اوبو په یوه خوړ کې موندل شوی. 

سرچینې ویلي چې د دې ماشوم د وژنې لامل تراوسه نه دی په ډاګه شوی.

د یادونې وړ ده چې که څه هم طالبان د امنیت د ټینګښت ادعاوې کوي، خو بیا هم وخت ناوخته په بېلابېلو ولایتونو کې جنایي پېښې د مرګ ژوبلې لامل کېږي او زیاتره وخت د پېښې اړوند جزییات هم پټ پاتې کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه