اطلاعات روز: تخار کې سرچینې وايي، چې طالبانو د دې ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې پر لاریون کوونکو ډزې کړي او پر مهال یې درې تنه لاریون کوونکي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د چاهآب سیمې اوسېدونکي د څو ورځو راهیسې د سرو زرو د کانونو د غیر مسلکي استخراج او د کیندنو له امله د اوبو پر سرچینو د رامنځته کېدونکي زیان پر وړاندې اعتراض کوي.
د سرچینو په وینا، دغه لاریون پرون (دوشنبه، ۱۵ د مرغومي) په تاوتریخوالي بدل شوی دی.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته په رسیدلو ویډیوګانې لیدل کېږي چې لاریون کوونکي لرګي او بیلچې په لاس کې لري.
په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې د طالبانو یو غړی هغه مهال چې پر معترضینو ډزې کوي، د معترضینو لهخوا وهل کېږي.
د سرچینو په وینا، د لاریون کوونکو او طالبانو ترمنځ د نښتو په جریان کې درې تنه لاریون کوونکي د طالبانو لهخوا وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
داسې راپورونه هم شته، چې د طالبانو یو غړی هم د لاریون کوونکو لهخوا وژل شوی دی.
سرچینې وايي، چې لاریون کوونکو د استخراج کوونکي شرکت توکو ته اور اچولی دی.
په تخار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي د دې لاریونونو په اړه څه نه دي ویلي. په تخار کې د طالبانو د امنیتي قومندانۍ ویاند د اطلاعات روز خبریال پیغام ځواب نه کړ.
طالبانو په پراخه کچه د افغانستان د ځمکنيو زېرمو استخراج ته مخه کړې ده، چې په کې د تخار او بدخشان د سرو زرو کانونه هم شامل دي. د طالبانو دغه کړنې د خلکو له اعتراضونو سره مخ شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو د روان کال په اوړي کې د بدخشان ولایت د اوسېدونکو هغه اعتراضونه هم په زور وځپل، چې د کوکنارو د کښت د ویجاړولو پر وړاندې شوي وو. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د دې ځپنې پر مهال لږ تر لږه ۱۰ معترضین د طالبانو لهخوا وژل شوي دي.
