اطلاعات روز: جوزجان کې د طالبانو پولیسو خبر ورکړی، چې د دې ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې د دې ډلې د عشر او زکات مدیر په ډزو وژل شوی دی.
په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویلي، چې دا کس تېره ورځ (یکشنبه، ۱۴ د مرغومي) مازدیګر شاوخوا ۴:۰۰ بجې د فیض اباد ولسوالۍ اړوند ۴۰ متره سړک پر سر وژل شوی دی.
امنیې قومندانۍ زیاته کړې، چې د دې وژنې په تور یې دوه تنه په یو کور کې په داسې حال کې نیولي، چې د ښځو جامې یې پر تن وې.
جوزجان کې د طالبانو امنیې قومندانۍ د دې وژنې د انګیزې په تړاو جزیات نه دي ورکړي او نه هم په دې قضیه کې د تورنو کسانو هویت روښانه شوی دی.
د تېرې جمعې په شپه هم د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې یو ۲۴ کلن ځوان په خپل کور کې د وسله والو غلو له خوا وژل شوی و.
دغه راز پرون راپور ورکړل شو، چې په کندهار کې د یو ماشوم جسد موندل شوی دی.
